-
ایران د نړۍ په هر هیواد کښې جنګ په کلکه غندي
Mar 15, 2022 12:49فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې ایران په اوکراین ، افغانستان ، یمن او د نړۍ په بل هر هیواد کښې جنګ په صراحت سره غندي د اوکراین په موضوع کښې په سیاسي حل ټینګار وکړ .
-
له بایکاټونو سره په مقابلې کښې د ایران په بریالیو تجربو باندې د ولسمشر د اقتصادي مرستیال ټینګار :-
Mar 15, 2022 11:31د ایران د ولسمشر د اقتصادي چارو مرستیال محسن رضايي په تیرې دوشنبې ورځ د امریکا د ظالمانه بایکاټونو په پایلو د غور په تخصصي غونډې کښې په دې خبرې سره چې د هغو بایکاټونو چې امریکا یې لګوي اوسنی ټکی د هغو هیوادونو چې د امریکا یواړخیزه سیاستونو سره مخالف دي په اقتصاد باندې ګوزار کول او د خلکو تر دباو لاندې راوستل او د ولسي مقاومت ماتول دي ټینګار وکړ ؛ د ایران اسلامي جمهوریت د امریکا له ظالمانه او یواړخیز بایکاټونو سره د مقابلې او د بندیزونو په بې اغیزه کولو او شنډولو کښې ډيرې تجربې لري .
-
ایران به تیریګرو ته پښیمانه کوونکی ځواب ورکړي
Mar 15, 2022 10:16ایسنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د هوايي ځواک قومندان برید جنرال حمید واحدي وویل هر تیریګر چې د اسلامي ایران پرضد اقدام وکړي د غاښ ماتوونکي ځواب په تمه ووسي او دغه ځواب د دښمانانو لپاره پښیمانه کوونکی دی .
-
د ایران د باندنیو چارو وزیر نن روسیې ته ولاړ
Mar 15, 2022 09:37ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د سیمه ییزو مسائیلو او د ویانا د خبرو اترو په هکله د مشورې لپاره نن سهار ماسکو ته لاړ .
-
په ويانا کښې د باقي پاتې موضوعاتو هوارے د امريکائي لوري له ارادې سره تړاو لري
Mar 15, 2022 04:24د ايران خارجه وزير د دې په بيانولو سره چې د ويانا د خبرو اترو بهير نه دے اودرېدلے وويل: په ويانا کښې د باقي پاتې موضوعاتو هوارے د امريکائي لوري له ارادې سره تړاو لري.
-
د نظام د مصلحت د تشخيص د ټولنې مشر په سعودي کښې د بې ګناه کسانو اعدام وغندۀ
Mar 15, 2022 01:35د ايران د نظام د مصلحت د تشخيص د ټولنې مشر په سعودي کښې د بېګناه شيعه مسلمانانو د اعدام په غندلو سره آل سعود د وحي د ټاټوبي غاصبان وبلل.
-
د بشري حقوقو کمېټۍ د سعودي رژيم جنايتکارانه اقدام په کلکه وغندۀ
Mar 15, 2022 01:02د ايران د اسلامي جمهوريت د بشري حقوقو کمېټۍ د يوې بيانيې په جاري کولو سره په سعودي کښې د ۸۱ تنو اعدام په کلکه وغندۀ او د دغه جنايت د مختلفو اړخونو د تحقيق او څېړنې غوښتنه يې وکړه.
-
د نور د سټلایت کامیابه توغېدا د ایران د ملی اقتدار ښودنه کوي
Mar 14, 2022 09:58د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د نور د سټلایټ توغېدو ته په اشارې سره، په فضا کې د حضور پرمختللي ټکنالوجۍ ته د ایراني ساینس پوهانو لاسرسی له ویاړه ډک وباله.
-
عربستان باید د وروستي ډله ایز اعدامونو په هکله ځواب ووایي
Mar 14, 2022 09:45د ایران د بشري حقوقو د کمیټې سرمنشي په عربستان کې د ۸۱ کسانو اعدام ته په اشارې سره ویلي چي عربستان باید د دې پیښي په هکله ځواب ویونکی ووسي او وضاحت ورکړي چي یاد کسان ولي په اعدام محکوم شوي دي.
-
د خپلو قانوني غوښتنو تر لاسه کېدو پوري په ویانا کې خپل حضور ساتو
Mar 14, 2022 12:29د ایران د اسلامي جمهوریت د ملی امنیت د شورا منشي ویلی چي ایران تر هغه چي خپلي قانوني غوښتنو او یوې پیاوړي موافقې ته نه وي رسېدلي د ویانا په مذاکراتو کې به خپل حضور ته دوام ورکړي.