ایران د نړۍ په هر هیواد کښې جنګ په کلکه غندي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i113492-ایران_د_نړۍ_په_هر_هیواد_کښې_جنګ_په_کلکه_غندي
فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې ایران په اوکراین ، افغانستان ، یمن او د نړۍ په بل هر هیواد کښې جنګ په صراحت سره غندي د اوکراین په موضوع کښې په سیاسي حل ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 15, 2022 12:49 Asia/Kabul
  • ایران د نړۍ په هر هیواد کښې جنګ په کلکه غندي

فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې ایران په اوکراین ، افغانستان ، یمن او د نړۍ په بل هر هیواد کښې جنګ په صراحت سره غندي د اوکراین په موضوع کښې په سیاسي حل ټینګار وکړ .

هغه نن د روسیې له خارجه وزیر سرګي لاوروف سره د کتنې او د خبرو اترو لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ ماسکو ته لاړه .

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ماسکو ته د رسیدا په وخت له خبریالانو سره مرکه کښې روسیې ته د خپل سفر د هدفونو په تشریحولو سره دې ته په اشارې سره چې د اوکراین بدلونونه نوی حالت دی کوم چې په سیمه ییز او نړیوال ډګر کښې رامینځته شوی دی وویل مونږ په صراحت سره جنګ غندو که هغه په اوکراین ، افغانستان ، یمن او د نړۍ په بل هر هیواد کښې وي مونږ بایکاټونه غندو ،د ملتونو او د هیوادونو پرضد د یواړخیزه بایکاټونو لګول ناسمه روده ګڼو او د اوکراین په موضوع کښې په سیاسي حل لارې تمرکز کوو .

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په دوام کښې د بایکاټونو د لغو کولو لپاره د ویانا د خبرو اترو د تعقیبول ماسکو ته د خپل سفر بل هدف وباله او ویې ویل داسې خبرونه خپاریږي او خبرې کیږي که چیرې ایران په ویانا کښې له امریکا او دغه راز نورو لویدیځو هیوادونو سره موافقې او نهايي نتیجې ته ورسیږي ، مکمنه ده د روسیې لخوا ځینو غوښتنو ته په پام سره چې په رسنیو کښې مطرح شوي دي په ویانا کښې ضروري ملاتړ ونلرو .

هغه وویل هیله من یوو چې په نن ورځې خبرو کې وکولای شو په هغه لاره کښې چې روسیه په ویانا کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په څنګ کښې یوې ښې ، پایداره او قوي موافقې ته د رسیدا په لاره  کښې ورولي دغه روښانه نتیجې ته ورسیږو .

د روسیې خارجه وزارت مخکې د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د یواړخیزه بایکاټونو د لغو کیدا لپاره د ویانا د خبرو اترو په لاره کښې د خنډونو د رامینځته کولو په اړه په ماسکو باندې د تورونو د لګولو په اړه ټینګار وکړ د اټومي تړون د احیا کولو دغه خبرې اترې له ځنډ پرته او د تیر وخت په شان دوام ولري .