د ایران د باندنیو چارو وزیر نن روسیې ته ولاړ
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د سیمه ییزو مسائیلو او د ویانا د خبرو اترو په هکله د مشورې لپاره نن سهار ماسکو ته لاړ .
په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د روسیې استازي هم بیګا وویل د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان او د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف نن په ماسکو کښې کتنه او خبرې کوي .
په ویانا کښې د روسیې د نمایندګۍ دفتر وویل دغه کتنه نن د دواړو هیوادونو د خارجه وزیرانو په ګډون سره د ویانا د خبرو په هکله ترسره کیږي .
دغه راز د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر سره په ټیلي فوني خبرو کښې وویل د ایران اسلامي جمهوریت د اوکراین د شخړې د حل لپاره د هرې سیاسي هڅې ملاتړ کوي .
حسین امیر عبداللهیان له جنګ سره په مخالفت کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د دریځ او د ډيپلوماټیکو خبرو اترو او دسیاسي حل لارې ته د پام کولو د ضرورت د بیانولو په ترڅ کښې په ترکیې کښې د روسیې او د اوکراین د خارجه وزیرانو وروستۍ غونډه مهمه وبلله او د سیاسي لارې د دوام او د پیاوړتیا په اهمیت یې ټينګار وکړ .
هغه وویل ایران له دوه ګوڼه کړچار غوره کولو پرته په اوکراین ، افغانستان او یمن کښې له جنګونو سره مخالف دی .