د بشري حقوقو کمېټۍ د سعودي رژيم جنايتکارانه اقدام په کلکه وغندۀ
د ايران د اسلامي جمهوريت د بشري حقوقو کمېټۍ د يوې بيانيې په جاري کولو سره په سعودي کښې د ۸۱ تنو اعدام په کلکه وغندۀ او د دغه جنايت د مختلفو اړخونو د تحقيق او څېړنې غوښتنه يې وکړه.
د بشري حقوقو د کمېټۍ اطلاع رسونې د سائيټ د رپوټ له مخې دغې کمېټۍ پرون د يوې بيانيې په صادرولو سره وويل: په يمن کښې د سعودي په مشرۍ د ائتلاف د تيريګرۍ له شروع کېدو او په مستقيمه او غېر مستقيمه توګه د درې لکه اويا زرو نه زياتو انساني سرتاوانونو، د بېخ بناو او ارتباطي، درمليز او روغتيائي مرکزونو د پراخې ويجاړۍ په شان له رېکاټونو ثبتولو څخه د اوو کلونو په تېرېدو سره يمن د بشري حقوقو د مدعيانو له شورا ډکو ادعاګانو د راستي آزمائنې لپاره په يوې لېبارټرۍ بدل کړ.
د بشري حقوقو کمېټۍ په دغه بيانيه کښې تاکيد وکړ، لږ تر لږه د يو اتيا تنو سرونه پرې کول چې پکښې څلوېښت تنه د سعودي د القطيف ښار اوسېدونکي او اتۀ تنه يمنيان هم شامل دي په هغوي باندې لګېدلي تورونه له ترديد سره مخامخ کړي دي او دغه چاره يې د سياسي او عقيدتي حساب کتاب په صفا کولو بدله کړې ده.
د ايران د اسلامي جمهوریت د بشري حقوقو کمېټۍ دغه قتل عام ته د ټولو هېوادونو او د بشري حقوقو د نړيوالو او سيمه ايزو چارواکو په تېره بيا د بشري حقوقو له غړيو هېوادونو لخوا د پاملرنې او څېړنې غوښتنه وکړه.