-
د ایران او روسیې دملګرتیاؤ پیاړتیا او د مشورو زیاتیدا
Nov 17, 2021 12:35دایران او روسیې اړیکې له څو اړخونو ډير اهمیّت لري . له یواړخیزپالنې سره مقابله ،له ترهه ګرۍ سره مبارزه ، د دوا ړو هیوادونو د ګډو ګټو پشمول دسیمه ایزو مسئلو دحل په زمینې کې همپالنه پکې شامله ده .
-
رئیسي د ایران او روسیې د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ
Nov 17, 2021 10:07د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر له روسیې سره د خپل هیواد د دوه اړخیزو اړیکو په پراخولو باندې تاکید کړی دی
-
د ایران په سویل ختیځ کښې درې ټنه نشه ایز توکي ونیوې شول/ دوه ایراني ځواکونه شهیدان شول
Nov 17, 2021 08:58د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت د پولیسو قومندان په دغه ولایت کښې د څه باندې درې ټنه ډول ډول نشه ایزو توکو د نیولو خبر ورکړی دی
-
امریکا دې په افغانستان کښې لاسوهنه نه کوي
Nov 17, 2021 08:39د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت د کمیشن مرستیال مشر د افغانستان په امنیت او ثبات باندې د اغیزناکو عواملو په توګه د افغانستاني ډلو ترمینځ په تعامل او په دغه هیواد کښې د امریکې په دخالت نه کولو باندې ټینګار وکړ
-
اټومي خبرو کښې د ایران د ملت پرضد د بندیزونو د لغو کولو لپاره جدي یوو
Nov 17, 2021 01:10زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ټیلي فوني خبرو کښې ټینګار وکړ په اټومي خبرو کښې د ایران د ملت پرضد د ټولو بندیزونو د ختمولو لپاره کاملا جدي یوو .
-
د ایران پرضد د امریکا یواړخیزه بایکاټونه د نړیوالو اصولو پرخلاف دي
Nov 17, 2021 01:22ایسنا خبري اژانس وايي د ایران د تیلو وزیر «جواد اوجي »د ایران پرضد د امریکا یواړخیزه بایکاټونه د نړیوالو حقوقو له مقرراتو او اصولو سره په ټکر کښې وبلل .
-
ایران ارمنستان او اذربایجان جمهوریت زغم ته وروبلل
Nov 17, 2021 01:00زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د اذربایجان جمهوریت او د ارمنستان په سرحدي سیمو کښې د نویو پوځي جنګونو په رامینځته کیدا باندې د اندیښنې په ښودلو سره دواړه هیوادونه زغم ښودلو او د جنګونو د لمن له پراخولو څخه ډډه کولو ته وروبلل .
-
اسلامي ایران او افغانستان د اړیکو په پراختیا ټينګار وکړ
Nov 17, 2021 00:47اوا خبري اژانس راپور ورکړی د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر له ځانګړي استازي سره د طالبانو د موقته حکومت د مشر د مرستیال په کتنه کښې په بیلابیلو ډګرونو کښې د دواړو هیوادونو د ملګرتیا او د اړیکو د پراختیا په هکله خبرې وشوې .
-
په افغانستان کې د امریکا سیاست منافقانه دی
Nov 16, 2021 12:24ده وویل اقتصادی بایکاټونه د امریکایی چارواکو سیاسی اوزار دې او دا چی وایی د خلکو او بشری حقوقو په ګټه عمل کوي ، دروغ دي .
-
د بایکاټونو لغوه کیدا د ویانا د خبرولپاره د ایران لومړیتوب
Nov 16, 2021 12:08د ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان له خپل ایټالیايي همرتبه لوییجی دی مایو سره په ټیلیفوني خبرو کښې په ویانا کښې راتلونکو مذاکراتو ته په اشارې سره ټینګار وکړ، ټول لوري دغه ګډ نظر ته رسیدلي دي چې امریکا د اوسني حالت مسئوله او اصلي ګرمه ده.