اسلامي ایران او افغانستان د اړیکو په پراختیا ټينګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i108426-اسلامي_ایران_او_افغانستان_د_اړیکو_په_پراختیا_ټينګار_وکړ
اوا خبري اژانس راپور ورکړی د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر له ځانګړي استازي سره د طالبانو د موقته حکومت د مشر د مرستیال په کتنه کښې په بیلابیلو ډګرونو کښې د دواړو هیوادونو د ملګرتیا او د اړیکو د پراختیا په هکله خبرې وشوې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 17, 2021 00:47 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران  او افغانستان د اړیکو په پراختیا ټينګار وکړ

اوا خبري اژانس راپور ورکړی د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر له ځانګړي استازي سره د طالبانو د موقته حکومت د مشر د مرستیال په کتنه کښې په بیلابیلو ډګرونو کښې د دواړو هیوادونو د ملګرتیا او د اړیکو د پراختیا په هکله خبرې وشوې .

د افغانستان په چارو کښې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسین کاظمي قمي او ورسره پلاوي په کابل کښې د طالبانو د موقته حکومت د مشر له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره  په پرون ورځې کتنې کښې د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا او په بیلابیلو ډګرونو کښې د ملګرتیا د ګډو کمیټیو د جوړولو په هکله موافقه وکړه .

حسین کاظمي قمي چې په تیرې دوشنبې ورځ کابل ته تللی دی رسنیو ته وویل چې له افغانستان سره د رغنده تعامل او امنیت ، مهاجرت او اقتصادي ملګرتیاو ته د اړونده مسائیلو په هکله د طالبانو له چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته ورغلی دی .

د ایران د حکومت ځانګړي استازي حسین کاظمي قمي وویل  د افغانستان د ټولنې اوسني مشکلات د پردیو هیوادونو د لاسوهنې له کبله دي او ایران کوشش کوي په بیلابیلو زمینو کښې له خپل ګاونډي هیواد افغانستان سره مرسته وکړي .

د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړي استازي حسین کاظمي قمي  په افغانستان کښې د امریکا ماتي ته په اشارې سره وویل ځینې هیوادونه  په افغانستان کښې د نورو په استازي توب د جنګ د رامینځته کولو هڅه کوي .

هغه وویل یو (۱) تیریګر هیواد ( امریکا) چې په تیرو  شلو (۲۰) کلونو کښې یې په افغانستان باندې د حکومت کولو نیت درلود همدا اوس له ماتي خوړلو وروسته په افغانستان کښې د تکفیري ډلو د پیاوړي کولو هڅه کوي .

هغه هیله وکړه په افغانستان کښې د یوه (۱)قدرتمن هیواد جوړیدل چې د خلکو په غوښتنه وي د سیمې د ثبات سبب شي .