د ایران او روسیې دملګرتیاؤ پیاړتیا او د مشورو زیاتیدا
دایران او روسیې اړیکې له څو اړخونو ډير اهمیّت لري . له یواړخیزپالنې سره مقابله ،له ترهه ګرۍ سره مبارزه ، د دوا ړو هیوادونو د ګډو ګټو پشمول دسیمه ایزو مسئلو دحل په زمینې کې همپالنه پکې شامله ده .
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران د اسلامی جمهوریت له ولسمشر ابراهیم ریئسي سره په ټيلیفوني خبرو اتروکې هغو مثبتو ګروهنوته په اشارې سره چې د دوو اړخیزو،سیمه یازو اونړیوالو ملګرتیاؤ د سوئې د لالوړتیا لپاره شته دي،ووئيل،بې شکه دملګرتیاؤ د پراختیا بهیر به لاګړندی شي .
ولادیمیر پوتین روښانه کړې ده ، د دواړو هیوادونو د اوږدمهاله ملګرتیا دنوی سند په برابرولو کې د تهران د وړاندیزونو ملاتړ کوو او کلک هوډ لرو چې زرترزره نهاظی او اجرائي شی .
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم ریئسي هم په دغو خبرواترو کې چې دسه شنبې په مازدیګر شوي ، د روسیې د ولسمشر دټيلیفونی تماس په قدرونې سره له روسیې سره د اقتصادي او تجارتي اړیکو پراختیا دایران د اسلامی جمهوریت هوډ وبالۀ. هغه په دې خبرې سره چې تهران او ماسکو په ډیرو نړیوالو موضوعګانو کې سره غږملتیا او ملتیا لري ، ټينګار وکړ، د ایران د ملت په ضد درستو بندیزونو دلغوه کولو لپاره د نړیوالې ایټمی موافقې په خبرواترو کې په بشپړ ډول جدي یوو .
دایران او روسیې اړیکې له څو اړخونو ډير اهمیّت لري .له یواړخیزپالنې سره مقابله ،له ترهه ګرۍ سره مبارزه ،د دوا ړو هیوادونو د ګډو ګټو پشمول دسیمه ایزو مسئلو دحل په زمینې کې همپالنه پکې شامله ده.
پر دوو اړخیزو زمینو سربیره د دواړو هیوادونو ملګرتیاوې ، د اورآسیا او د شمال –جنوب دټرانزیټي لارې د پراختیا په څير د سیمه ایزو ټولنو په چوکاټ کې او همداراز په همداوروستیو کې دشانګهائي ملګرتیا موسیسې کې د ایران په دایمي غړیتوب سره په اوږد مهال کې په سټراټژيکو موخو سره څو اړخیزو سیمه ایزو ملګرتیاؤ ډګر ته وارد شوی دی دی .
د روسیې د ختیځ پيژندنې د موسیسې د مرکزي او قفقاز دمطالعاتو د مرکز یوه څيړاند پریتچین باؤري دی ،د ایران او روسیې سټراټژيک سند به په حقیقت کې په اوږدمهال کې د دواړو هیوادونو دسټراټژيکو ملګرتیاؤ دپراختیا او پیاوړتیا لپاره د لارې یوه نقشه وي .
په دې زمینې کې یوه مهمه ځانګړنه ، په سیمې کې له امنیتی ګواښونو سره په مقابلې کې د دواړو هیوادونو د اغیزشیندونکی رول دی .
د اسلامی ایران ولسمشر په همدې باب دافغانستان بدلونونو ته په اشارې سره ، په افغانستان کې د داعش شتون د سیمې او دغه هیواد لپاره خطرناک وبالۀ. ډاکټر ریئسي روښانه کړې ،دایران اسلامی جمهوریت په افغانستان کې د سیاسی ډلوټپلو ، او د رستو قومونو په شتون سره د ټولشموله حکومت د رامینځةکولو غوښتونکی دی او ددغه شان حکومت جویدا ددغه هیواد امنیت تامینولی شي .
په سورئې کې د تهران او ماسکو پوځي او امنیتی ملګرتیاوې هم ډیرې ګټه ورې دي . ایران او روسیه په ګډو هڅو سره توانیدلی په دغه هیواد کې په دغه هیواد کې د ترهه ګرو مرکزونه او پټنځایونه له مینځه یوسي او دسورئې خپلواکي او مځکنۍ بشپړتیا وساتي .
د ایران او روسیې داړیکو اهمیّت ته په کتنې کې بل مهم ټکی،په نړیوالو موضوعګانو کې د تهران ا وماسکو همپالنه او غږملتیا ده .جامعه نړیواله ایټمي موافقه یوهغه نړیواله موافقه ده چې روسیې ئې په رامینځةکیدا کې اغیزشیندونکی رول لوبولی او د څواړخیز پالنې دیوې بریا په توګه ددغې موافقې پر ساتلو ځانګړی ټینګار کوي .له دې اړخه هم ،د بندیزونو دلغوه کیدا په ایجنډا سره د نومبر په ۲۹نیټه د ویانا د خبرواترو د نوي پړاؤ د پیلیدا په درشل کې د ولادیمیر پوتین او ابراهیم ریئسي خبرې اترې،ډير اهمیّت لري .روسیه او چین،له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې څخه د اامریکا وتل او د ایران په ضد دیواړخیزو بندیزونو بیرته لګول ،د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک خلاف ورزي ګڼي او د ایران په ضد ددرستو بندیزونو دلغوه کیدا او په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې ژمنو ته د امریکا له کوم شرط پرته دبیرته ستنیدا غوښتونکي دي .ایران او روسیې ښودلې ده،چې د امریکا له یواړخیز پالنې سره د مقابلې او امنیت په موضوع کې د امریکا د باؤؤ په مقابل کې د شاتګ نیّت نه لري او د امریکا له کارړنونو سره سره ئې ،په تیره بیا په سیمې کې له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې ګډ لوړ ګامونه پورته کړي دي .
ددغو مولفو ټولګې ته په پام سره د دواړو هیوادونو د اوږدمهاله ملګرتیا د نوي سند په برابرولو او د ملګرتیاؤ د پراختیا دبهیر پرچټګ کولو د ایران او روسیې د ولسمشرانو ټينګار ،د دواړو هیوادونو د سټراټژيکو اړیکو د پیاوړتیا لپاره د تهران او ماسکو دګډې ارادې نښه ګنل کیدلی شی .