-
د ایران له لوري د ایټمي وسلو د له مینځه وړلو وړاندیز په ملګرو ملتونو کې تصویب شو
Oct 29, 2021 03:59د ان پي ټي د معاهدې غړو هیوادونو له لوري د ایټمي وسلو د له مینځه وړلو لپاره د ایران له لوري تنظیم شوی وړاندیز په ملګرو ملتونو کې د غړو هیوادونو په اکثریت رایې سره تصویب شو.
-
چین ایټمي مذاکراتو ته د ایران له استنېدو څخه هرکلی وکړ
Oct 29, 2021 03:58د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چي هیواد یې په ویانا کې ایټمي مذاکراتو د ایران له بیرته استنېدو او تهران ته د ایټمي انرجیو د نړیوالي ایجنسۍ مشر ته له بلنې څخه قدرونه کوي.
-
له لوېدیځو سره نوې خبري اترې یوازې د بندیزونو د لغوه کېدو په موخه تر سره کیږي
Oct 29, 2021 03:56د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سیاسي مرستیال خپل روسي سیال سرګئي ریابکوف سره په ایران باندې د ظالمانه بندیزونو د لغوه کېدو د مذاکراتو په اړه د دوه اړخیزو خبرو اترو لپاره مسکو ته ورسېدی.
-
ایران د نړیوالي محکمې له فیصلې څخه د امریکې له سرغونې خواشینې څرګنده کړه
Oct 29, 2021 03:52په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازی د اختلافاتو په سوله ایز حل کې د نړیوالې محکمې په اصولي رول لاندې په تاکېد سره، د دې محکمې له فیصلو څخه د امریکې سرغړونه خواشینوونکی وباله.
-
شهید ناظري کشتۍ، د پرمختللو سمندري جوړښتونو غوره طراحي
Oct 28, 2021 10:07د تهران راډیو د ویب سایټ قدرمنو لوستونکو د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځي برخې د پرمختګونو په لړ کښې نن د سپاه پاسداران د سمندري ځواک د یوې بریا په توګه د شهید ناظري نومې پرمختللې کشتۍ په هکله یوه ځانګړې لیکنه درته وړاندې کوو.
-
ګاونډي هیوادونه د افغانستان د کړکیچ په هکله رغنده کړچار لري
Oct 28, 2021 09:08د ایران د اسلامي شورا د بهرني سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون غړي «ابوالفضل عمويي » ټینګار وکړ د افغانستان امنیت د ګاونډیو هیوادونو لپاره مهم دی او دغو هیوادونو د افغانستان د کړکیچ د حل لپاره رغونده کړچار غوره کړی دی .
-
د افغانستان د شیعیانو امنیت مهمه مسله ده
Oct 28, 2021 11:01زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د لویدیځې اسیا د چارو مسول سید رسول موسوي ټینګار وکړ په افغانستان کښې د شیعیانو د امنیت مسله مهمه موضوع ده .
-
ډاکټر علي واحدي کارپوه ، ښاغلی حاکم مشفق د پوهنتون استاد او کارپوه د تهران د غونډې پیغام
Oct 28, 2021 10:36تهران کښې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د خارجه وزیرانو د غونډې په هکله ګردمیز دلته اوریدلی شئ ګډون کونکي ډاکټر علي واحدي او ښاغلی حاکم مشفق دي .
-
د ژمنو د ماتولو پاې ته رسول او د بایکاټونو لغو کول د ویانا د خبرو د دوام لپاره د ایران غوښتنه :-
Oct 28, 2021 08:55د ایران د باندنیو چارو د وزیر د سیاسي چارو مرستیال علي باقري کني د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو د سیاسي چارو له مسول او د اټومي تړون د ګډ کمیسیون له غږملونکي «انریکه مورا »سره په کتنې کښې ډاګینه کړه د مقابلو لورو د غیر قانوني چلندونو او د ژمنو د ماتولو د نه تکرارولو تضمین ورکول د ایران د اسلامي جمهوریت داسې غوښتنه ده چې سترګې پرې نشي پټیدلې .
-
له سعودي سره د ايران اقتصادي تعلقات شروع شول
Oct 28, 2021 03:49د ايران د صادراتو د کنفيډرېشن مشر وويل: له سعودي سره اقتصادي تعلقات شروع شوي او د ايراني سامانونو وړونکې وړومبنۍ کيشتۍ د سعودي په يو بندر کښې لنګر اچولے دے.