شهید ناظري کشتۍ، د پرمختللو سمندري جوړښتونو غوره طراحي
(last modified Thu, 28 Oct 2021 09:07:54 GMT )
Oct 28, 2021 13:37 Asia/Kabul
  • شهید ناظري کشتۍ، د پرمختللو سمندري جوړښتونو غوره طراحي

د تهران راډیو د ویب سایټ قدرمنو لوستونکو د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځي برخې د پرمختګونو په لړ کښې نن د سپاه پاسداران د سمندري ځواک د یوې بریا په توګه د شهید ناظري نومې پرمختللې کشتۍ په هکله یوه ځانګړې لیکنه درته وړاندې کوو.

*/*/*/*/*/*

د ایران په شان یو هیواد د ملي امنیت او قدرت لپاره چې په شمالي او جنوبي سرحدونو کښې اوږده ساحلونه لري او له بلې خوا د فارس خلیج په جیوسټراټیجکه سیمه کښې پروت دی، د سمندري ځواک له اهمیته انکار نه شي کیدې.

دې چارې ته او هم داشان دې حقیقت ته په پام سره چې ایران له څو لسیزو راهیسې له وسله والو بندیزونو سره مخامخ دی، نو ځکه د کشتیو او سمندري تجهیزاتو د تامینولو لپاره کورنیو توانمنیو ته پاملرنه د سپاه پاسداران د سمندري ځواک او د ایران د سمندري صنایعو د پرځان بسیا جهاد د فعالیتونو سرمشق ګرځیدلی دی.

د (ندسا) په نامه د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران سمندري ځواک چې د تپلي جنګ په منځومان کښې جوړ شو، له مقدسې دفاع وروسته د دنیا د ماډرن ټیکنالوجۍ په کارولو سره وتوانیده چې ورو ورو جنګي او لاجسټکي کشتۍ او د اړتیا وړ نور تجهیزات په داخلي توګه تولید کړي.

*/*/*/*/*/*/*/

د سپاه پاسداران سمندري ځواک د مقدسې دفاع له وختو نه تر ډیرې مودې پورې د بیړیو په برخه کښې یوازې په خپلو چټکو وړو کشتیو باندې متکي و یعنې د وړو او ګړندیو کشتیو یوه ټولګه وه چې د ماموریت مطابق به په ماینونو او راکټ یا توغندي ویشتونکو سنبالیدې او د فارس خلیج په شان سیمو کښې به یې سمندري پولې ساتلې خو په دې وروستیو کلونو کښې په دغه ځواک کښې د تندو کشتیو د ډیزایننګ په برخه کښې یعنې د کاتاماران کشتیو د طراحۍ او جوړولو لپاره یو مهم بدلون رامینځته شوی دی.

کاتاماران کشتۍ له دوو جلا بدنو یا باډیو څخه جوړې شوې دي چې د یوې مینځنۍ بدنې په ذریعې په خپلو کښې نښلي. د یوې بدنې لرونکو کشتیو په اپوټه چې د انډول لپاره یې (بالاست) مخزنونه کارول کیږي، په کاتاماران کشتیو کښې په اوبو کښې د هغې د پایدارۍ لپاره د دواړو بدنو ترمینځ یوه عرضي یعنې د پلن والي فاصله کارول کیږي او هرڅومره چې دغه پلنوالی زیات وي، دومره یې پایداري ډیره وي. د دغه ډول ډیزایننګ یوه بله ګټه، د ډیرې لږې ژورتیا یعنې تقریباً په څه کم دوه میټره اوبو کښې یې د تګ د وړتیا رامینځته کول دي.

په دې لړ کښې وړومبې ګام د شهید ناظري کشتۍ په جوړیدو سره پورته شوی دی او ورپسې ګام به یې د شهید سلیماني کشتۍ په جوړیدو سره پورته شي.

*/*/*/*/*/*/*

شهید ناظري کشتۍ له هغو محصولاتو څخه ده چې د ندسا د خودکفایۍ په جهاد کښې د لوړ عملیاتي واټن لرونکو کشتو ته د سپاه پاسداران د سمندري ځواک د رسیدو په لړ کښې یې د څیړنې او طراحۍ کارونه ترسره شوي دي او د سپاه په شهید محلاتي صنایعو کښې جوړه شوې او د ۱۳۹۵ کال د وږي د میاشتې په وروستیو کښې دغه ځواک ته وسپارله شوه. د ۹۵ کال د وږي د میاشتې په ۲۴ نیټه په بندر عباس کښې د سپاه د هغه وخت ځاې ناستي جنرال سلامي، د دغه ځواک د هغه وخت د قومندان سردار فدوي او ځینو نورو قومندانانو په شتون سره یولړ مراسمو کښې د دغې کشتۍ مخ کتنه وشوه او د سپاه د سمندري ځواک په بیړه کښې شامله شوه.

شهید ناظري کشتۍ د سپاه پاسداران د سمندري ځواک په تاریخ کښې د بدلانه یو پیچومی بللی شو ځکه چې د هغې له عملیاتي کیدو نه تر مخکښې پورې سپاه په آزادو سمندرونو کښې شتون نه درلودو او یوازې په فارس خلیج او عمان سمندر کښې یې عملیات کول.

د شهید ناظري کشتۍ د جوړولو اصلي علت د سپاه پاسداران د سمندري ځواک د پخواني قومندان سردار فدوي په وینا کښې موندې شو. هغه وايي: دې کشتۍ په آزادو اوبو او سمندرونو کښې د سپاه د سمندري ځواک د پياوړي شتون امکان برابر کړی دی او په لوړو څپو کښې پایداره تعادل او انډول، د سمندر کچ کونې اوږد واډن او په ډیرې چټکتیا سره د مسافرو او هیلي کوپټر وړل د دغې کشتۍ ځینې ځانګړتیاوې دي.

د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قومندان سردار تنګسیري هم د شهید ناظري کشتۍ د منفردو ځانګړتیاؤ په هکله ویلي چې هغه د سپاه د سمندري ځواک په کارخانو کښې جوړه شوې او ۵۵ میټره اوږدوالی او ۱۴ میټره پلنوالی لري چې چورلکې پرې کښیناستې شي او هغه اوړې شي. د دې د باډۍ په لاندینۍ برخه کښې ګڼ توغندي او میزایلونه لګوې شو.

په حقیقت کښې دا کشتۍ بې له هیڅ ډول بهرنۍ پيئلتیا طراحي شوې، جوړه شوې او سنبال شوې او اوبو ته اچول شوې ده. شهید ناظري کشتۍ د ګزمې او پيژندنې لپاره کارول کیږي او د هیلي پیډ لرلو ته یې په پام سره، د هیلي کاپټر په کارولو سره لرې سمندري سیمې هم څارلې شي.

*/*/*/*/*/*

په سمندري کشتیو کښې د دوو او دریو بدنو د نویو طراحیو کارول او د کشتیو د راډاري پټونې له اصولو سره له سمو ډیزاینونو سره د هغو ترکیب په دې وروستیو کلونو کښې د دنیا په مختلفو محصولاتو کښې لیدل شوی دی. دغه نوې کشتۍ هم د ګزمې لپاره، هم د ځواکونو او تجهیزاتو د ټرانسپورټ او هم د توغندي ویشتنې لپاره کارول کیږي.

د شهید ناظري کشتۍ په طراحۍ کښې یوه ځانګړې طریقه یعنې دوه ټوټې بدنه په نظر کښې نیول شوې ده. په سمندري طراحۍ کښې د دې طریقې نوم SWATH یعنې Small Waterplane Area Twin Hull   دی چې سبب کیږي په دې طریقه ډیزاین شوې کشتۍ مناسبه پایداري ولري او په ډیرې چټکتیا او سپیډ کښې هم نه اوړي. له دوه بدنې څخه استفاده یا کاتاماران د یوې باډۍ لرونکو کشتیو په پرتله غوره ځانګړتیاوې لري او یوه په کښې دا ده چې شهید ناظري کشتۍ په زیات سرعت کښې له څپو څخه ډیر کم ګوذار ویني او د اوبو له سطحې سره د ډیرې کمې لګیدنې په وجه یې په انجڼونو باندې ډیر لږ دباؤ راځي.

شهید ناظري کشتۍ ۲۴۰ ټنه وزن لري او له سپکې الومینیمي باډۍ جوړه شوې ده او تر ۶ میټرو پورې لوړو څپو سره د مخامخیدو توان لري.

د دغې دوه انجڼیزې کشتۍ د باډۍ په جوړولو کښې د سمندري المونیم څادرونه کارول شوي دي چې د هغې د وزن د کمیدو لامل شوي دي.

له دې نه علاوه کاتاماران کشتۍ د نورو کشتیو په پرتله په لږو ژورو اوبو کښې د تګ امکان لري. په دې لړ کښې په یاده کشتتۍ کښې د Incat» له ډول څخه ځانګړې باډي کارول شوې چې مینځ یې وچ وي او له اوبو سره نه لږي او حتی تر لاندې یې یوه وړه کشتۍ هم تیریدې شي.

د شهید ناظري کشتۍ دا وړتیا د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو ته دا قدرت ورکوي چې له ساحل سره ډیر نزدې هم په ډیرې چټکتیا سره حرکت وکړي او تقریباً له هر ځایه توغندې وتوغوي. په فارس خلیج او هرمز تنګي کښې د پریمانه طبیعي او مصنوعي جزیرو شتون یو ډول طبیعي پوشش او ډال حسابیږي چې تر شا څخه یې چټکې کشتۍ په دښمن باندې ناڅاپه حمله کولې شي.

د شهید ناظري کشتۍ عملیاتي واټن تر ۱۰ زرو کیلومیټرو دی. دغه کشتۍ د ۵ خدمه­و په شمول د ۱۰۰ کسانو د وړلو توان لري او په څپانده سمندر کښې ښه په اسانه تګ کولې شي.

په دې کشتۍ کښې د سطحي لټون او د پیژندنې ځینې نور سیسټمونه لګیدلي دي او په دې وروستیو کلونو کښې یې په مخکښنۍ برخې باندې له لرې څخه کنټرولیدونکې د دریو څرخیدونکو نلیو یوه ۲۰ ملي میټري توپه هم لګول شوې ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی