-
اروپايي هیوادونو د ایران په هکله ژمنې نه دي عملي کړي
Oct 12, 2021 02:24زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت د کمیسیون مشر وحید جلال زاده د امریکا د بایکاټ د سیاستونو په مقابل کښې د اروپايي هیوادونو په تیره بیا د سویزرلینډ د خپلواکۍ غوښتنه وکړه او د ایران په وړاندې د اروپايي هیوادونو په ژمنو ماتولو یې نیوکه وکړه .
-
پاکستان د ایران له تجربو د استفادې غوښتنه وکړه
Oct 12, 2021 01:36ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د پارلماني دوستۍ ډلې پاکستان غړیو او د اسلام اباد د خارجي اړیکو د کمیسیون استازیو په بیلابیلو برخو کښې د تعاملاتو د پراخولو په لاره کښې د ایران له تجربو او ظرفیتونو د استفادې غوښتنه وکړه .
-
ایران او سعودي عربستان بیرته کنسولګریانې پرانیزي
Oct 12, 2021 01:22د ایران او د سعودي عربستان ترمینځ خبرو اترو ته نږدې یوه(۱) ډيپلوماټ فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې دواړه هیوادونه د تاوتریخوالو د کمولو لپاره موافقې ته د رسیدا په درشل کښې دي .
-
د اسلامي ایران د پوځ لوی درستیز نن پاکستان ته ورځي
Oct 12, 2021 01:01ایران پریس خبري اژانس راپور ورکړی د ایران د پوځ لوی درستیز برید جنرال محمد باقري د پاکستان د پوځ د مشر په بلنه اسلام اباد ته ورځي .
-
په ایران کې دکرونا منحوس ویروس نور ۲۷۶کسان قربانی کړل
Oct 11, 2021 14:06په تیرو ۲۴ساعتونو کې د تشخیص د نړیوالو معیارونو په اساس په کرونا نور دیارلس زره پنځه سوه څلور ککړ کسان پيژندل شوي چې له دوی یو زر نهه سوه اویا تنه په روغتونونو کې بستري شوي دي او دوي ټولو سره تر دې دمه په ایران کې د کرونائي ککړو کسانو شمیر پنځه میلیون اوه لکه شپاړس زره څلور سوو ته رسیدلی او دغه راز په درملنې پسې پنځه میلیون دوه لکه څلور دیرش زره ناروغان هم ښه او له روغتونونو رخصت شوي دي .
-
پوهنتون باید د حکومت د فکرکوټه او په ټولنې کې د بدلون په مرکز بدل شي
Oct 11, 2021 13:01د اسلامی ایران ولسمشر روښانه کړې ده ،دسمندرله لارې اقتصاد،د ټوریزم اقتصاد،انټرنیټی اقتصاد او ډيجیټلي اقتصاد،هغه ډګرونه دي،چې ډير کارندوالی لري او نن سبا ځیني ګاونډی هیوادونه،د ایران د تیلي عایداتو په اندازه،له ډیجیټلي او انټرنیټي فضا له ډګره عایدات ترلاسه کوي .
-
ایران د خپلو پولو نزدې د صهیونیسټ رژيم شتون هیڅکله هم نه مني
Oct 11, 2021 12:04خطیب زاده همداراز د دوواړخیزو اړیکو د ټينګولوپه باب له عربستان سره دموافقې په باب هم ووئیل و تر ټولو زیات تمرکز په دوو اړخیزو او سیمه ایزو مسئلو باندې دی ، ددې په ترڅ کې چې ټاکل شوې ده، خبرې اترې په عمومي فضا کې تعقیب شي .
-
ایران د کندوز د پيښې د شهیدانو له کورنیو او ټپیان سره د مرستو یوه جوپه ولیږدوله .
Oct 11, 2021 11:52تیره اونۍ هم دایران اسلامی جمهوریت د درملو ،خوراکي موادو کمپلو او نورو د اړتیا وړ شیانو پشمول د افغانستان د ولس لپاره بنځوس ټنیزه مرستندویه جوپه لیږدولې وه .
-
له سیمې د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو وتل قطعي دي
Oct 11, 2021 09:50تهران په افغانستان کې د هغه حکومت ملاتړ کوي ، چې پکې ددغه هیواد درستې ډلې ټپلې شتون ولري . .
-
ایران په درملیز او روغتیایي ډګر کې هم له ظالمانه بندیزونو سره مخ دی
Oct 11, 2021 04:14د ایران د اسلامي جمهوریت د صحت عامې وزیر د هیواد یوه اساسي ستونزه په نړۍ کې د کرونا د وبا له خپرېدو سره سره د امریکې او د لوېدیځو هیوادونو ظالمانه بندیزونه وباله او ویې ویل: ایران سره هیڅ ډول مرسته نه ده شوې بلکې د درملو په زمینه کې هم په ایران ولس بندیزونه لګول شوي دي.