په ایران کې دکرونا منحوس ویروس نور ۲۷۶کسان قربانی کړل
په تیرو ۲۴ساعتونو کې د تشخیص د نړیوالو معیارونو په اساس په کرونا نور دیارلس زره پنځه سوه څلور ککړ کسان پيژندل شوي چې له دوی یو زر نهه سوه اویا تنه په روغتونونو کې بستري شوي دي او دوي ټولو سره تر دې دمه په ایران کې د کرونائي ککړو کسانو شمیر پنځه میلیون اوه لکه شپاړس زره څلور سوو ته رسیدلی او دغه راز په درملنې پسې پنځه میلیون دوه لکه څلور دیرش زره ناروغان هم ښه او له روغتونونو رخصت شوي دي .
زمونږ خبریال راپور راکړ ، د ایران د روغتیائی چارو وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ، په ایران کې په تیر شواروز کې د کرونا ویروس نور دوه سوه شپږ اویا کسان قرباني کړي چې له دوي سره تر دې دمه په درست ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر یو لک دوویشت زره اته سوه اته شپیتو تنو ته زیات شو .
په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ، همداراز په تیرو ۲۴ساعتونو کې د تشخیص د نړیوالو معیارونو په اساس په کرونا نور دیارلس زره پنځه سوه څلور ککړ کسان پيژندل شوي چې له دوی یو زر نهه سوه اویا تنه په روغتونونو کې بستري شوي دي او دوي ټولو سره تر دې دمه په ایران کې د کرونائي ککړو کسانو شمیر پنځه میلیون اوه لکه شپاړس زره څلور سوو ته رسیدلی او دغه راز په درملنې پسې پنځه میلیون دوه لکه څلور دیرش زره ناروغان هم ښه او له روغتونونو رخصت شوي دي .