له سیمې د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو وتل قطعي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i106728-له_سیمې_د_امریکائي_ترهه_ګرو_پوځیانو_وتل_قطعي_دي
  تهران په افغانستان کې د هغه حکومت ملاتړ کوي ، چې  پکې ددغه هیواد درستې ډلې ټپلې شتون ولري . .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 11, 2021 09:50 Asia/Kabul
  • له سیمې د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو وتل قطعي دي

  تهران په افغانستان کې د هغه حکومت ملاتړ کوي ، چې  پکې ددغه هیواد درستې ډلې ټپلې شتون ولري . .

زمونږخبریال راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت  خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  له المینار ټيلیویژنی چینل سره په خبرو کې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دقدس ځواک د ارواښاد قوماندان  سردار شهید قاسم سلیماني  میړنتوبونو ته په اشارې سره  روښانه کړې ده ،  شهید سلیماني   له ترهه ګرۍ سره په مخامخیدنې کې  یو ملی او نړیوال اتل  ؤ .

 عبداللهیان  په لویدیځي اسیا سیمې کې  د مقاومت ډلو سره د جنزال قاسم سلیماني   مرستو اوملاتړونو ته په اشارې سره  ووئيل ، شهید سلیماني  د لبنان له حزب ا... ، عراقي ، سوریاوالو  ،  او لبناني ځواکونو سره  په ملګرتیا سره بریالی شو له ترهه ګرۍ سره مبارزه وکړي .

 د ایران خارجه وزیر   په دغې مرکې کې همداراز  د ایران دپه شمال لویدیځ  سیمې کې  وروستۍ مانورې ترسره کیدا ته اشاره وکړه او وې وئيل و  ددغې مانورې  پيغام ،  د ګاونډیانو لپاهر  د دوستۍ اوسولې  او په سیمې کې د تکفیریانو او صهیونیسټانو د شتون دمخنیوي پیغام دی .

امیر عبداللهیان  په دې په ټينګار سره چې  د ایران سیاست د  ګاونډيتوب ساتل دي  روښانه کړې ده ،  ایران  آذربایجان جمهوریت ته وئيلي دي ، چې  په دغه هیواد کې د صهیونیسټي رژيم او ترهه ګرو شتون په قفقاز سیمې کې د  سولې په ګټه نه دی . د ایران خارجه وزیر   په دې خبرې سره  چې  صهیونیسټ رژيم  د مقاومت پیغام ترلاسه کړی دی،وئيلي دي،صهیونیسټي رژية  د  نیواکي ټاټوبي  په نامې سره په یوه ستر زندان کې  بندي دی او  په سیمې کې پراختیا  نه شي درلودلی .  هغه دغه راز په لویدیځي آسیا سیمې کې د امریکا د شتون  په باب هم ټینګار وکړ ، له سیمې د امریکایانو وتل قطعي  دي  د ایران خارجه وزیر  همدرااز ددې خبرې په بیانولو سره چې  اسلامی  ایران درستو  افغان  لورو سره په ارتباط کې دی روښانه کړې ،  تهران په افغانستان کې د هغه حکومت ملاتړ کوي ، چې  پکې ددغه هیواد درستې ډلې ټپلې شتون ولري . .