-
ایران د امریکا او د انګلستان په دوه ګوڼه کړچار نیوکه وکړه
Sep 23, 2021 02:19زمونږ خبریال وايي په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر کاظم غریب ابادي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د عمومي کانفرنس په پینځه شپیتمې (۶۵) غونډې کښې وینا کښې په اسټرالیا باندې د پوځي اټومي اوبتلونو د خرڅولو لپاره چې نوي(۹۰) فیصده پاخه شوي اټومي سونګ استعمالوي د امریکا او د انګلستان په تړون کښې په دوه ګوڼه کړچار نیوکه وکړه .
-
په کابل کښې د ایران د سپیڅلي دفاع دستورې وشوې
Sep 23, 2021 01:37زمونږ خبریال وايي په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په سفارت کښې پرون د سپیڅلي دفاع د اونۍ د لمانځلو په مناسبت ځانګړي مراسم ترسره شول .
-
سپیڅلي دفاع د ازادي غواړو لپاره یوه ستره بیلګه ده
Sep 23, 2021 01:25زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزارت ټینګار وکړ د ایران د زړورو خلکو سپیڅلي دفاع د ازادي غواړو لپاره د مقاومت او تیریګرو ، بدغواړو او دسیسه ګرو ته د ایران د ملت د پریکنده ځواب د ورکولو بیلګه وه .
-
امریکا د اروپايي هیوادونو په ملګرتیا سره بندیزونو ته دوام ورکړی
Sep 23, 2021 00:59فارس خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د بریتانیا نوي خارجه وزیرې میرمن لیزټرس(Liz Truss) پرون د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ د شپږاویایمې (۷۶) غونډې په څنګ کښې د دوه اړخیزه موضوعګانو ، اټومي تړون او د افغانستان د حالت په هکله خبرې وکړې .
-
د ملګروملتونو په عمومي ټولنه کښې د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسی وینا :-
Sep 22, 2021 12:30د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ (General Assembly) شپږاویایمه (۷۶) غونډه د سپمتبر د میاشتې په یویشتمه (۲۱) نیټه د ملګروملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټریش په وینا سره پیل شوه .
-
دښمن له سټراټيژیک ګواښ سره مخامخ شوی
Sep 22, 2021 11:26ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر برید جنرال حسین سلامي په دې خبرې سره چې دښمن په اقتصادي کلابندۍ کښې پاتې راغلی دی وویل نن سبا سټراټیژیک شکونه هغه ترټولو مهمه خصیصه ده چې دښمن ورباندې اخته شوی دی .
-
د ایران د حکومت سیاست په اټومي تړون پورې د اقتصاد نه اړوندول دي
Sep 22, 2021 09:21زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل د ایران د نوي حکومت پریکنده سیاست په اټومي تړون باندې د داخلي اقتصاد غوټه نه خوړل دي .
-
ژمنه مو کړې چې امریکا به له سیمې وباسو
Sep 22, 2021 01:51د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دهوافضا ځواک قوماندان په دوام کې وئیلي دي ، تیریګر صهیونیسټي رژيم د فلسطین د ولس له توغندیو او راکټونو چې پخپله ئې د فاضلابو له پایپونو جوړ کړي ، هم ماته خوړلې ده.
-
دښمنان د ایران د سترملت دعزت په مقابل کې ناکام دي
Sep 22, 2021 03:57د ۱۳۵۹لمریز کال د وږي د میاشتې په یودیرشمه نیټه چې د ۱۹۸۰میلادی کال دستمبر له دوویشتمې نیټې سره برابره ده ، دعراق د وخت صدام دیکتاتور تیریګر پوځ د ایران په ضد دهرډول جنګي ماډرن تجهیزاتو پّ کارولو سره پراخ یرغلونه پیل کړل . د وږي دمیاشتې یودیرشمه نیټه دایران په کال هینداره کې د سپيڅلي دفاع د اونۍ پیل دی
-
د ایران سیاست د سیمې د درستو هیوادونود مځکنۍ بشپړتیا ساتل دي
Sep 22, 2021 01:21سید ابراهیم ریئسي روښانه کړه ، دایران اسلامی جمهوریت وړاندیز کوي ، چې د انساني مسئلو په توګه د سلامتیا او ژواک چاپیریلا د دوو مقولو په معرفي کولو سره ، ددغو دوو مقولو دتامین په کړۍ کې خنډ اچول او هرډول بندیز ممنوع اعلان شي .