په کابل کښې د ایران د سپیڅلي دفاع دستورې وشوې
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i105982-په_کابل_کښې_د_ایران_د_سپیڅلي_دفاع_دستورې_وشوې
زمونږ خبریال وايي په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په سفارت کښې پرون د سپیڅلي دفاع د اونۍ د لمانځلو په مناسبت ځانګړي مراسم ترسره شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 23, 2021 01:37 Asia/Kabul
  • په کابل کښې د ایران د سپیڅلي دفاع دستورې وشوې

زمونږ خبریال وايي په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په سفارت کښې پرون د سپیڅلي دفاع د اونۍ د لمانځلو په مناسبت ځانګړي مراسم ترسره شول .

په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر بهادر امینیان په دغو مراسمو کښې د اته (۸) کلنې سپیڅلي دفاع بریاو ته په اشارې سره وویل د سرشیندنې د کلتور پیاوړي کول ، د پردیو په وړاندې  مقاومت ، د ځمکنۍ بشپړتیا او د خپلواکۍ ساتل او ځان بسنې ته رسیدل د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره د اته (۸) کلنې سپیڅلي دفاع تر ټولو مهمې بریاوې دي .

هغه وویل د عراق پخواني دیکتاتور صدام حسین په غرور سره د ایران په سپیڅلي خاورې حمله وکړه خو سخته ماتي یې وخوړله .

په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر بهادر امینیان د سیمې په تیره بیا د افغانستان وروستیو بدلونونو ته په اشارې سره وویل په بیلابیلو ډګرونو کښې د افغانستان ناوړه حالت ته په پام سره د سیمې هیوادونه باید د افغانستان له خلکو سره د سولې ، د  ثبات او د امنیت په ټینګیدا کښې مرسته وکړي .

هغه په افغانستان کښې د  پراخ بنسټه او ټول شموله حکومت په جوړیدا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه افغانستان هغه وخت ثبات او ارامښت ته رسیږي چې په دغه هیواد کښې د ټولنیز عدالت پربنسټ د خلکو له رایو څخه جوړ او پراخ بنسټه حکومت واک ته ورسیږي .

په دغو مراسمو په کابل کښې د خارجي هیوادونو د سفارتونو پوځي اتاشیانو په سپیڅلي دفاع کښې د ایران د بریالیتوب په مناسبت د ایران د اسلامي جمهوریت ملت او حکومت ته مبارکي وویله .