ژمنه مو کړې چې امریکا به له سیمې وباسو
د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دهوافضا ځواک قوماندان په دوام کې وئیلي دي ، تیریګر صهیونیسټي رژيم د فلسطین د ولس له توغندیو او راکټونو چې پخپله ئې د فاضلابو له پایپونو جوړ کړي ، هم ماته خوړلې ده.
د ایران دا سلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د هوافضا ځواک قوماندان سردار تورن جنرال امیر علی حاجی زاده له المسیره ټيلیویژنی چینل سره په خبرو کې ، له سیمې د امرریکا د ویستلو په ضرورت په ټينګار سره ووئیل ، د جنرال قاسم سلیماني له شهادته وروسته مو ژمنه کړې ده چې امریکا به له خپلې سیمې وباسو، او د ا حتمی ده او هیڅوک ورڅخه انکار نشي کولی .
حاجی زاده له دې مخکې هم په یوې مرکې کې وئيلي وو ، د صهیونیسټي رژيم ګواښونه چټیات دي ،ځکه کلابند شوي غزې دغه سپیر رژيم ته سخته ماته ورکړې ده :
د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دهوافضا ځواک قوماندان په دوام کې وئیلي دي ، تیریګر صهیونیسټي رژيم د فلسطین د ولس له توغندیو او راکټونو چې پخپله ئې د فاضلابو له پایپونو جوړ کړي ، هم ماته خوړلې ده.
سردار حاجي زاده زیاته کړې ده ، دغه وحشي او جنایتکار رژيم باید خپله بستره وتړي او په امریکا، الاسکا او یا اروپا کې د ژوند لپاره په یوه ځاي پسې شي . هغه په پای کې ټينګار کړی ، صهونیسټ رژيم ماته خوړونکی دی او دموساد ګواښونه او د ایران په ضد ئې د جنګ ټاکنه ، په تیره بیا د فلسطین د مقاومت په وړاندې ئې له بې وسۍ وروسته دړکې ،یوازې چټیاتو وئیل دي .