د ایران سیاست د سیمې د درستو هیوادونود مځکنۍ بشپړتیا ساتل دي
سید ابراهیم ریئسي روښانه کړه ، دایران اسلامی جمهوریت وړاندیز کوي ، چې د انساني مسئلو په توګه د سلامتیا او ژواک چاپیریلا د دوو مقولو په معرفي کولو سره ، ددغو دوو مقولو دتامین په کړۍ کې خنډ اچول او هرډول بندیز ممنوع اعلان شي .
زمونږخبریال راپور راکړ ، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي پرون ناوخته په هغې وینا کې د ملګروملتو د عمومی اسمبلۍ په شپږ اویایمې غونډې کې د ویډیوئي کنفرانس له لارې خپره شوه ، ټينګار وکړ، دکانګرس په ودانۍ د امریکا د خلکو د یرغل تاریخ جوړونکو عکسونو خپریدا او له امریکائي الوتکو څخه د افغانانو د لاندې غورځیدا د تصویرونو خپریدا ، له کپيټل تر کابله نړۍ ته یو پیغام مخابیره کړ او هغه دا چې د امریکا دسلطې نظام هغه که په داخل کې دی او که په بهر کې بې اعتباره دی .
د اسلامی ایران ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې د ملتونو دحقوقو خلاف ورزي ، له بل هرڅه دنړۍ سوله او امنیت له خطرې سره مخامخ کوي ، ټینګار وکړ ، د ایران داسلامی جمهوریت سیاست د سیمې د درستو هیوادونو د مځکنۍ بشپړتیا ساتل دي .
ایت ا... ابراهیم ریئسي ددې خبرې په کولو سره چې دملتونو استقامت دزبرځواکونو له قدرته لا پياوړتیا دی او نن سبا دلویدیځي هویّت تپونکي پروژې ماته خوړلې ده ، ووئيل ، په تیرو څو لسیزو کې د امریکا تیروتنه دا وه چې له نړۍ سره د خپل ژوند د رودې د بدلولو په ځاي ، له نړۍ سره د خپل جنګ روده بدلوي .
د اسلامی ایران ولسمشر په دوام کې ووئیل ، د ایران دملت بایکاټول ، د ایټمي پروګرام له پيلیدا وخت راهسې نه ، او نه هم حتی د اسلامی انقلاب له پیل سره پيل شوي ، بلکې له ۱۹۵۱کاله ، یعني د ایران دتیلو دصنعت د ملی کیدا له وخته پیل شول د ایران د ملت د ټاکلي حکومت په ضد دپوځي کودتا سبب شول د امریکایانو او انګریزانو په وسیله . بندیز ، په تیره د درملو بندیز، هغه هم د کروناپه بحران کې ، د بشریّت په ضد جنایت دی .
سید ابراهیم ریئسي روښانه کړه ، دایران اسلامی جمهوریت وړاندیز کوي ، چې د انساني مسئلو په توګه د سلامتیا او ژواک چاپیریلا د دوو مقولو په معرفي کولو سره ، ددغو دوو مقولو دتامین په کړۍ کې خنډ اچول او هرډول بندیز ممنوع اعلان شي .
هغه ووئیل ، همداراز زه د ایران دملت او دهغو میلیونونو کډوالو په نیابت چې د مونږ دهیواد میلمانه دي ، دامریکا دغیر انساني او غیر قانوني بندیزونو دوام په تیره بیا د انسان دوستۍپه شیانو کې په محکوم کولو سره ، د امریکائي انساني حقوقو د واقعیّت او سمبول په توګه د بشریت په ضد ددغه منظم جنایت دثبتیدا غوښتونکی یم .
داسلامی ایران ولسمشر دخپلې وینا په دوام کې دې ته په اشارې سره چې دایران د اسلامی جمهوریت سټراټژيک تفکر ، د اسلامی انقلاب د ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمینی په مکتب کې ریښه او دسوچه اسلام مفهوم لري ، د عقلانیّت، د تدبّر او تفکر اسلام ، هغه سوچه اسلام چې د مقاومت ګټه ئې د هیوادونو له ملي ګټو سره سمون خوري ، ووئیل ؛ د حکومتونو د دندو په باب له خبرو کولو پرته د ملتونو دحقوقو خبرې کول دانسانانو حقوق نه پوره کوي .
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې د مونږ سیاست د سیمې د درستو هیوادونو دمځکنۍ بشپړتیا او دثبات ساتل دي ، زیاته کړه ، که د سورئې او عراق د حکومتونو او ملتونو ترڅنګ د ایران قدرت اورول نه وائ او که دشهید ابومهدي امهندس او د شهید جنرال قاسم سلیماني مجاهدت نه وائ ، نو اوس به داعش د اروپا دمدیترانې ګاونډی ؤ ، البته داعش به دافراط پالنې تر ټولو وروستۍ څپه نه وي .
هغه همداراز دې ته په اشارې سره چې په یمن کې انساني بحران ډير اندیښمنونکی دی ، او نړۍ باید د بشریّت په ضد دجنایت په وړاندې خپله چپتیا ختمه کړي ، ټينګار وکړ، حل لاره ، دتیریو بې قید او شرط او سملاسي بندیدا، د انسان دوستۍ دمرستو دلارې پرانیستل او د یمن والو ترمینځ ددرغونده خبرواترو آسانتیاؤ برابرول دي .
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر په دې خبرې په ټينګار سره چې د قدس ن یواکګر رژيم دحکومتي ترهه ګرۍ دترټولو سترو تشکیلاتو منظمونکی دی ، چې ایجنډا ئې ،په غزې او لویدیځي غاړې کې د ماشومانو او ښځو وژل دي ، ووئیل ؛ نن سبا هراړخیزې کلابندۍ ، عزه دنړۍ په یوه ترټولو ستر زندان بدله کړې ده .
آیت ا... ابراهیم ریئسي په دې خبرې په ټینګار سره چې اوس درسته نړۍ او پخپله امریکایان مني چې د ایران له ملت سره دمقابلې پروژه چې په وروستي پړاؤ کې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په شکل او محتوا کې څرګنده شوې ، او دزیاتره دباؤ په سیاست او له دغې نړیوالې موافقې څخه پخپل سر او غیر قانوني وتنې سره تعقیب شوې ، په بشپړ ډول ئې ماته خوړلې ده ، ووئيل ؛ په عین حال کې تر دې دمه د زیاتره ظلم سیاست پریښودل شوی نه دی .
هغه ووئیل ، د ایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس پنځلس راپورونو خپلو ژمنو ته د ایران پابندي تائيد کړې ده ، خو ا مریکا خپلو ژمنو ته چې د بندیزونو لغوه کیدا ده عمل نه دی کړی .