-
د ایران د بندیزونو د ختمولو پرته هیڅ لاره نشته
Apr 27, 2021 02:44د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په ویانا کښې د برجام د راژوندي کولو مذاکراتو ته په اشارې سره وویل: د ویانا خبرې اترې د ایران د لوړ توان ښودنه کوي او نن سبا دنیا منلې ده چې له ایران سره له موافقې او د بندیزونو له اوچتولو نه بغیر بله هیڅ لاره نشته او دا د ایراني ولس لپاره یوه ستره بریا ده.
-
ایران کښې کرونا کابو ۵۰۰ تنه نور ووژل
Apr 26, 2021 11:51د ایران روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په هیواد کښې د کرونا له امله د ۴۹۶ کسانو د مړینې خبر ورکړی دی
-
هیله ده چې امریکا د معقول سیاست په غوره کولو سره برجام ته ستنه شي
Apr 26, 2021 11:49د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: هیله لرو چې امریکا د عاقلانه سیاست په خپلولو سره ایټمي موافقې ته راستنه شي.
-
د اروپايي اتحادیې په چارواکو د بندیز لګولو په تکل کښې یو
Apr 26, 2021 08:30د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: د اروپايي اتحادیې د چارواکو د بایکاټولو یو لیسټ مو چمتو کړی دی خو دا اقدام لا نه دی فاینل شوی
-
ظریف بغداد ته ورسید
Apr 26, 2021 07:43د ایران د بهرنیو چارو وزیر نن قطر ته د خپل سفر له ختمولو وروسته د یو سیاسي پلاوي په مشرۍ عراق ته لاړ
-
ایران د سیمې د هیوادونو ترمینځ د خبرو هرکلی کوي
Apr 25, 2021 23:38فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف چې د قطر له چارواکو سره د کتنې او خبرو اترو لپاره دوحې ته تللی دی بیګا د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره کتنه او خبرې وکړې .
-
ایران له هندوستان سره مرستې ته چمتو دی
Apr 26, 2021 01:08ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د روغتیا وزیر سعید نمکي له کورونا ویروس سره د مقابلې لپاره له هندوستان سره د تهران د مرستې لپاره چمتووالی اعلان کړ .
-
ګاونډي هیوادونه د ایران لومړیتوب دی
Apr 26, 2021 00:58فارس خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف بیګا په ټویټر پیغام کښې د قطر له امیر سره خپله کتنه ښه وبلله او ټینګار یې وکړ ګاونډي هیوادونه د ایران لومړیتوب دی .
-
د ایران مقاومت د ټولو بندیزونو ختمیدل دي
Apr 26, 2021 00:06زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال ټینګار وکړ د تهران مقاومت د ټولو بایکاټونو د ختمولو لپاره دی .
-
د ایران اوافغانستان د غوی د ۵ نیټې ځینې مطبوعات
Apr 25, 2021 09:05په هند کې د کر ونا توپان او نړیوالې اندیښنې ، ورځپاڼه په دې اړه لیکی په هندوستان کښې په کرونا د ککړتیا د مواردو له سختې زیاتیدنې وروسته د دغه هیواد روغتونونه د آکسیجن له سخت کمي سره مخامخ شوی دی .