ایران د سیمې د هیوادونو ترمینځ د خبرو هرکلی کوي
فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف چې د قطر له چارواکو سره د کتنې او خبرو اترو لپاره دوحې ته تللی دی بیګا د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره کتنه او خبرې وکړې .
د ایران خارجه وزیر جواد ظریف په دغه کتنې کښې په بیلابیلو سیاسي او اقتصادي حوزو کښې د قطر او د ایران د اړیکو د وروستیو بدلونونو په بیانولو سره د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا لپاره موجوده ظرفیتونه او زمینې مثبتې وبللې .
جواد ظریف په دغه کتنې کښې دغه راز د سیمې له عربو هیوادونو سره د تعاملاتو د پراختیا په زمینه د ایران د اسلامي جمهوریت سیمه ییز نظر او دغه راز د څلور جمع یوې ډلې د هیوادونو او د ایران د اسلامي جمهوریت د خبرو اترو وروستی حالت بیان کړ .
د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني هم په دغه کتنې کښې د ایران او د قطر د اړیکو او په سیمه کښې د ملګرتیا په اهمیت باندې ټینګار سره د دوحې او د تهران د ملګرتیاو د زیاتولو لپاره د قطر دلچسپۍ اعلان کړه .
د ایران خارجه وزیر محمد جوادظریف پرون د قطره له بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره په کتنې کښې د سیمې له هیوادونو سره د اړیکو د پراخولو لپاره د ایران په کړچار باندې ټینګار سره په سیمه کښې د ثبات د ټینګیدا لپاره د سیمې د هیوادونو ترمینځ د خبرو اترو هرکلی وکړ او هغه یې جدي ضرورت وباله .