ظریف بغداد ته ورسید
Apr 26, 2021 07:43 Asia/Kabul
د ایران د بهرنیو چارو وزیر نن قطر ته د خپل سفر له ختمولو وروسته د یو سیاسي پلاوي په مشرۍ عراق ته لاړ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر نن قطر ته د خپل سفر له ختمولو وروسته د یو سیاسي پلاوي په مشرۍ عراق ته لاړ
عراق ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف دا سفر دوه ورځنې دی او هغه به د عراق د خارجه وزیر سربیره د دغه هیواد له ځینو نورو چارواکو سره هم ملاقاتونه وکړي.
د عراق د بهرنیو چارو د وزارت ویاند الصحاف پرون ویلي وو چې له ایران سره ګډ مسایل او علایق به په بغداد کښې د ښاغلي ظریف د خبرواترو چورلیزونه وي.
ټاکل شوې چې د ایران خارجه وزیر په دغه سفر کښې د عراق د کردستان سیمې له چارواکو سره هم لیده کاته وکړي.
ټیګونه