ګاونډي هیوادونه د ایران لومړیتوب دی
Apr 26, 2021 05:28 Asia/Kabul
فارس خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف بیګا په ټویټر پیغام کښې د قطر له امیر سره خپله کتنه ښه وبلله او ټینګار یې وکړ ګاونډي هیوادونه د ایران لومړیتوب دی .
د ایران خارجه وزیر جواد ظریف په دوحې کښې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره له کتنې وروسته وویل له خپل ورور شیخ تمیم سره مو ښې سلامشورې وکړې .
جواد ظریف په دې خبرې سره چې په دغه کتنې کښې مو د نړیوالو او سیمه ییزو مسائیلو په هکله د غږملتیا د پیاوړتیا او د اړیکو د پراختیا او د دوه اړخیزه موضوعګانو په هکله سلامشورې کړي دي وویل د هیلې نوښت د سیمې په هکله د ایران کړچار دی او ګاونډیان زمونږ لومړیتوب دی .
ټیګونه