-
پاکستان کې د لاريونونو پر مهال لس کسان وژل شوي
May 12, 2023 02:16پاکستان کې د لاريونونو پر مهال لږ تر لږه لس کسان وژل شوي، د پوليسو او پوځيانو په ګډون شاوخوا ۱۷۵۰ نور ژوبل او ۱۹۰۰ لاريونوال له امنيتي ځواکونو سره د نښتو پر مهال نيول شوي دي.
-
دپاکستان سپریم کورټ د عمران خان نیولل غیر قانوني وبلل
May 11, 2023 13:13د سپریم کورټ مشر قاضي د عمران خان په موجودګې د ځينو قانوني مادو په بیانولو او دغه راز د عدالت دبې احترامۍ په یادولو سره امر صادر کړی چې د عمران خان نیولل کیدل غیر قانوني ده او دی دې سملاسی خوشي کړائ شي.
-
د پاکستان د لومړي وزیر په کور د عمران خان د پلویانو برید
May 11, 2023 08:38د پاکستان د مخکنې لومړي وزیر عمران خان پلویانو د هغه د نیول کېدو په غبرګون کې په لاهور کې د شهباز شریف په کور برید کړي دي.
-
خیبر پښتونخوا کې د لاریونونو پر مهال ۷ تنه وژل شوي
May 11, 2023 08:20د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران د نیولو په غبرګون په خیبرپښتونخوا کې د پیل شویو لاریونونو په ترڅ کې ۷ تنه وژل شوي او د ۳۶ نظامیانو په ګډون ۱۰۴ تنه نور ټپیان شوي.
-
د مخابراتي شبکو د بندیدو له امله پاکستان ته نږدې ۲ میلیارده پاکستانۍ کلدارې تاوان اوښتی
May 11, 2023 11:41د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران د نیولو وروسته د لاریونونو تبلیغاتي برخې د کنټرول په موخه د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې مخابراتي خدمتونه ځنډول شوي دي چې له امله یې ۱.۶ میلیارده روپۍ مخابراتي شرکتونو او ۵۷۰ میلیونه د پاکستان حکومت ته د عوایدو له امله زیان اوښتی.
-
د پاکستان په پرونیو شخړو او مظاهرو کښې تراوسه لس کسان وژل شوي
May 11, 2023 00:58زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان په پخواني لومړي وزیر عمران خان د فساد تورونو له لګېدو وروسته تاوتریخوالي رامینځته شوي او په پیښور او کوهاټ کښې په ډزو کښې تراوسه لس کسان وژل شوي او په سلګونو کسان نیول شوي.
-
د پاکستان د تحریک انصاف مهم مشر ونیول شو
May 11, 2023 03:10زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد پولیسو نن سهار وختي د تحریک انصاف ګوند مهم مشر شاه محمود قریشي چې پخوانی خارجه وزیر هم پاتی شوی دی ونیوه او نامعلوم ځای ته یې انتقال کړ.
-
د پاکستان په اکثرو سیمو کښې پوځیان دیره شوي دي
May 11, 2023 01:21زمونږ خبریال وايي د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد کښې د لومړي وزیر شهباز شریف تر مشرۍ لاندې د فیډرال کابینې غونډه وشوه او په بیلابیلو ښارونو کښې په تاوتریخوالو کښې حکومتي ځایونو ته د تاوانونو رسول وغندل شول.
-
د عمران خان په نیونې باندې اعتراض کښې له پوځ سره د هغه د ملاتړو نښتې روانې دي
May 10, 2023 11:39د پاکستان تحریکِ انصاف د مشر او د پخواني وزیراعظم عمران خان له نیول کیدو یوه ورځ وروسته د هغه د پلویانو او امنیتي ځواکونو ترمینځ نښتو زور اخیستی دی.
-
پاکستان کې د عمران خان د پلویانو پراخې مظاهرې
May 10, 2023 10:21د الجزیرې ټلویزیونې چېنل د پاکستان په لویو ښارونو کې د دې هیواد د مخکني لومړي وزیر او د تحریک انصاف د ګوند مشر عمران خان د پلویانو د پراخو مظاهرو تصویرونه خپور کړ، مظاهرې د پاکستان د حکومت له لورې د عمران خان د نیول کېدو د امله روانې دي.