د ایران او پاکستان د ځانګړي امنیتی کمیشن لسمه غونډه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i134830-د_ایران_او_پاکستان_د_ځانګړي_امنیتی_کمیشن_لسمه_غونډه
د ایران د اسلامی جمهوریت او پاکستان د ځانګړي امنیتی کمیشن دوه ورځنۍ ناسته پرون په داسې حال کې په اسلام اباد کې پيل شوې چې  دواړه لوري  د خپلو سرحدي ملګرتیاؤ په سوئې رضایت څرګندوي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 23, 2023 11:33 Asia/Kabul
  • د ایران او پاکستان د ځانګړي امنیتی کمیشن لسمه غونډه

د ایران د اسلامی جمهوریت او پاکستان د ځانګړي امنیتی کمیشن دوه ورځنۍ ناسته پرون په داسې حال کې په اسلام اباد کې پيل شوې چې  دواړه لوري  د خپلو سرحدي ملګرتیاؤ په سوئې رضایت څرګندوي.

دې ته په پام سره چې د نشه ایزو مواد و د قاچاق او د دترهه ګرو ډلو ټپلو د فعالیتونو پشمول سرحدي مسئلې د ایران او پاکستان ترمینځ ترټولو مهم  سرحدي امنیتی  مشکلات حسابیږي، په اسلام اباد کې د ځانګړي امنیتی کمیشن دوه ورځنۍ ناسته او د امنیتی پروګرامونو غږملتیا  ډير اهمیّت لري. په دغې ناستې کې د ایران د اسلامی جمهوریت دپلاوی مشري د کورنیو چارو د وزارت د پولیسو  د برخې مرستیال سید مجید میر احمدي  کوی چې  له پاکستاني لوري سره ئې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې،دسرحدي امنیت د پیاوړتیا،د غیر قانوني تګ راتګ ددریدا او د شیانو او دنشه ایزو موادو د قاچاق د مخنیوي په زمینو کې دملګرتیاؤ د لوړتیا په باب  سره بحثونه او سلامشورې  کړي دي .

د سیمې د چارو یو کارپوه اوشناندی غلام حسین ناصري په دې باب وائي، د ایران اسلامی جمهوریت او پاکستان یو ترټولو ستر چیلنج دګډو پولو ترینګلتیاوې لري او  دهغو غوره دلیل  هم له ایران سره د دخپلو پولو  دامنیت په وړاندې د پاکستان د سرحدي ژمنتیاؤ نه رعایتول دي .که څه هم  په همداوروستیو کې لاښه شوي دي خو د ایران  اسلامی جمهوریت تمه لری ،پاکستان  له دغه هیواد سره په ګډو سرحدی سیمو کې له فعالو ترهه ګرو ډلو سره په لا جدیّت سره  چلند وکړي.

واقعیّت هم دا دی چې  د سرحدي بازارچو په چوکاټ کې په  سرحدي سیمو کې  دتجارتي ملګرتیاؤپراختیا، چې په همداروستیو کې د دواړوهیوادونو  په  پیشین سرحدي بازارچې  په افتتاح سره  د هغو فعالیتونو ته لازیاته توجه  وشودله ، د ایران او پاکستان د ګاونډیو ولایتونو  ترمینځ د پولیسو او امنیتی ادارو  دملګرتیاؤ پیاوړتیا له لازیات اهمیّته برخمنه د ه او تمه دا ده چې  د ایران او پاکستان د ځانګړی امنیتي کمیشن په لسمې ناستې کې  د دواړو لورو د مشورو په چوکاټ کې  لازیات د ګډو پولو  دامنیت د پیاوړتیا او د امنیتی ملګرتیاؤ د زیاتیدا شاهدان ووسو.

په عین حال کې ، په وروستیو کلونو کې د ایران او  همداراز دعراق  عتبات عالیاتو ته د پآکستانیو زیارتوالو سفر هم د ایران او پاکسنتان د  پولیسو او امنیتی چارواکو ترمینځّ د خبرواترو دترټولو مهمو  چورلیزونو برخه ده.ځکه په وروستیو کلونو کې   دایران او عراق مقدسو زیارتونو ته د پاکستان د مسلمانو خلکو سفر په تیره بیا د  حسیني اربعیّن  په  مناسبت  سفرونه ډير زیات شوي دي  چې  د پاکستانیانو د لاښه سفر لپاره د اړونده اورګانونو ترمینځ  لازیاتې ملګرتیا او غږملتیا ته  ضرورت لري.

 د نړیوالو چارو یو کارپوه اوشناندی مولوي مفلح  په دې باب وائي ،  د پاکستان مسلمان ولس ، د اهل بیت علیهم السلام په تیره بیا د حضرت امام حسین او حضرت امام رضا علیهم السلام  عاشقان دي  او   ددوي د شهادت  یا زوکړې په مناسبت  چې په کربلا او مشهد مقدس کې  ئې ځانګړي دستورې جوړیږي،  چې په دغو مناسبتونو سره  په وروستیو کلونو کې دغه سفرونه په اوڅاره توګه زیات شوي دي  او دغه راز دغه سفرونه ،د پاکستان په خاورې کې اوږدولارو ته په پام سره  له ترهه ګرو ډلو  هم خوندي نه دي ، چې د پاکستان د امنیتی اورګانونو له خوا   د زیارتوالو دامنیت  پیاوړتیا ته ضرورت لري.

په هر حال د ایران او پاکستان د ځانګړي امنیتی کمیشن د لسمې ناستې په پاي کې د پولیسو  او امنیتی اورګانونو ترمینځ د موافقې لاسلیک ،د دواړو هیوادونو دګډو پولو د امنیت په تیره بیا له ترهه ګرو ډلو سره  په مقابلې کې دمبارزې  دلارو چارو د لازیاتې پیاوړتیا ته امیدونه هم  زیاتوي.

ټاکل شوې ده ، د ایران او پاکستان  اړونده چارواکي  ددغې غونډې په پاي کې  چې نن پاي ته رسیږي،د سرحدي امنیت دتامینیدا او د وو اړخیزو  مناسباتو د پیاوړتیاپه لړ کې د پولیسو او امنیتی  اورګانونو  ترمینځ څو تفاهم نامې لاسلیک شي.

د اقتصادي او تجارتي  مناسباتو دسورئې دلوړتیا په تیره بیا د سرحدي بازارچو په چوکاټ کې د ځاي ملګرتیاؤ د زیاتیدا لپاره د  تهران او اسلام اباد  کلک هوډ ته په پام سره  بې شکه د پوله ایزو  امنیتی چارو پیاوړتیا لازیاته ضروري ده . دغه موضوع  ته باید په عمل کې ډيره توجه وشي، ځکه  ایران او پاکستان   په مختلفو موردونو کې ډيرې موافقې او تفاهم لیکونه  لاسلیک کړي د چې  د اسلام اباد له خوا  ئې د اجرا لپاره لازامه اراده نه ښکاري او هماغه شان  نیمګړي پاتې دي ، چې  په هغو کې د سولې پایپ لاین  پروژې ته هم اشاره کیدلی شي.