-
پاکستان تېرو ۹ میاشتو کې نږدې ۸ میلیارده ډالر پور کړی.
Apr 25, 2023 12:19د پاکستان د اقتصادي چارو ادارې د را پور له مخې په دغه هېواد د روان مالي کال له پیل څخه تر مارچ میاشتې پورې پاکستان ټولټال ۷.۷ میلیارده ډالر پور تر لاسه کړی.
-
ایران د پاکستان د تروریزم ضد پولیسو په مرکز باندې د برید غندنه کړې
Apr 25, 2023 10:17په اسلام آباد کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د پاکستان په سوات ښار کې د تروریزم ضد پولیسو په مرکز باندې د ترهګریز برید غندنه کړې او د دې پېښې له قربانیانو سره غمشریکي ښودلې ده.
-
که چارسمبالی حکومت اعلان شي، خبرو ته چمتو یم
Apr 25, 2023 01:21د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، که حکومت ځينو شرطونو ته غاړه کیږدي، دی په ځنډ د ټاکنو تر سره کولو غوښتنه منلی شي.
-
د پاکستان په خیبر پښتونخوا صوبې کې د دوو چاودنو له امله ۱۲ کسان وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي
Apr 25, 2023 00:59پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې دا چاودنې د غویي په ۴مه، د سې شنبې په ماښام د سوات د کبل په سیمه کې د ترهګرۍ ضد د ځانګړو پولیسو په مرکز کې شوي دي.
-
پاکستان له روسیې څخه تیل اخلي
Apr 24, 2023 09:02تسنیم خبري اژانس راپور ورکړ پاکستان د لومړي ځل لپاره له روسیې اومه تیل واردوي.
-
پاکستان هم له خپلو تجارتي مبادلاتو څخه د ډالرو په حذفولو پسې دی
Apr 23, 2023 09:41پاکستان اقتصادي او تجارتي فعالان په دې اند دي، په داسې شرائطو کې چې له سیمې د ورآخوا هیوادونو غلیمانه سیاستونه،په سیمې کې د ارتباطاتو د پراختیا خنډ شوي دي، له ګاونډیانو سره داقتصادي ډيپيلوماسۍ پياوړتیا، له دغه کړچار سره د مقابلې لپاره ترټولو ښه لاره چاره ده.
-
د پاکستان خارجه وزارت طالبانو څخه د تعامل غوښتنه کړې
Apr 21, 2023 11:03د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ یوې خبرې ناستې ته ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې تلپات سولې او ثبات ته ژمن دی او د طالبانو د حکومت سره د تعامل غوښتونکی دی.
-
د پاکستان دفاع وزارت د امنیتي ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ
Apr 21, 2023 01:15زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان« ډان» ورځپاڼې وویل دفاع وزارت سترې محکمې ته د یوه راپور په وړاندې کولو سره د پنجاب او د خیبر پښتونخوا صوبو د پارلمانونو د وارمخکې انتخاباتو د ترسره کیدا په هکله د امنیتي او د ترهګرو ګواښونو په هکله خبرداری ورکړ.
-
سعودي عربستان کې ترافیکي پېښې له امله ۹ پاکستانیان وژل شوي
Apr 20, 2023 10:10د سعودي عربستان د القاسم په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۹ پاکستاني وګړي وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي.
-
د پاکستان د کشمیر سیمې نوی وزیراعظم غوره شو
Apr 20, 2023 10:32د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر سیمې ځايي پارلیمان، "چودهری انوارالحق" د دغې آزادې سیمې د نوي وزیراعظم په توګه غوره کړ