د پاکستان د کشمیر سیمې نوی وزیراعظم غوره شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i131610-د_پاکستان_د_کشمیر_سیمې_نوی_وزیراعظم_غوره_شو
د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر سیمې ځايي پارلیمان، "چودهری انوارالحق" د دغې آزادې سیمې د نوي وزیراعظم په توګه غوره کړ
(last modified 2023-04-20T06:05:00+00:00 )
Apr 20, 2023 10:32 Asia/Kabul
  • د پاکستان د کشمیر سیمې نوی وزیراعظم غوره شو

د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر سیمې ځايي پارلیمان، "چودهری انوارالحق" د دغې آزادې سیمې د نوي وزیراعظم په توګه غوره کړ

د قضايي مراجعو د سپکاوي په دوسیه کښې د محکمې لخوا د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر سیمې د پخواني وزیراعظم سردار تنویر الیاس له څنګته کیدو وروسته د دغې سیمې ځايي پارلیمان چودهري انوار الحق د هغه پر ځاې غوره کړ.

"چودهری انوارالحق" چې د پاکستان د تحریکِ انصاف ګوند یو مشر دی، له دې مخکښې د کشمیر د پارلیمان مشر و تر دې چې له پریمانه سیاسي کشالو وروسته په اکثریت رایو سره د کشمیر د نوي وزیراعظم په توګه غوره شو.