پاکستان تېرو ۹ میاشتو کې نږدې ۸ میلیارده ډالر پور کړی.
د پاکستان د اقتصادي چارو ادارې د را پور له مخې په دغه هېواد د روان مالي کال له پیل څخه تر مارچ میاشتې پورې پاکستان ټولټال ۷.۷ میلیارده ډالر پور تر لاسه کړی.

را پور وایي، تېر کال د یاد پور کچه ۱۲.۷ میلیارده ډالرو پورې وه چې سږني کال کې یاده کچه د تېر په پرتله ۵ سلنه را ښکته شوې ده.
د راپور له مخې، د روان مالي کال لپاره د ٢٢ ميلياردو ډالرو څخه زيات پور اټکل شوى دى.
په راپور کې ویل شوي، چې د روان مالي کال د جولای او مارچ ترمنځ میاشتو کې له نړیوالو مالي بنسټونو څه باندې ۴ میلیارده او۲۰ میلیونه ډالر پور تر لاسه شوی دی.