د پاکستان دفاع وزارت د امنیتي ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i131634-د_پاکستان_دفاع_وزارت_د_امنیتي_ګواښونو_په_اړه_خبرداری_ورکړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان« ډان» ورځپاڼې وویل دفاع وزارت سترې محکمې ته د یوه راپور په وړاندې کولو سره د پنجاب او د خیبر پښتونخوا صوبو د پارلمانونو د وارمخکې انتخاباتو د ترسره کیدا په هکله د امنیتي او د ترهګرو ګواښونو په هکله خبرداری ورکړ.
(last modified 2023-04-21T00:21:17+00:00 )
Apr 21, 2023 04:45 Asia/Kabul
  • د پاکستان دفاع وزارت د امنیتي ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان« ډان» ورځپاڼې وویل دفاع وزارت سترې محکمې ته د یوه راپور په وړاندې کولو سره د پنجاب او د خیبر پښتونخوا صوبو د پارلمانونو د وارمخکې انتخاباتو د ترسره کیدا په هکله د امنیتي او د ترهګرو ګواښونو په هکله خبرداری ورکړ.

د پاکستان دفاع وزارت په خپل راپور کښې ستره محکمه له سرحد ورهاخوا ترهګرۍ په شمول د انتخاباتو په وخت د ګواښونو ، په هیواد کښې د بې ثباتۍ ، د تحریک طالبان پاکستان د ترهګرې ډلې د ګواښونو ، د داعش د خطر او پاکستان ته د جنګیالیو د بیرته ستنیدا او د هندوستان د جاسوسۍ ادارې را د دښمانه نیتونو په هکله  خبره کړي ده.

په دغه راپور کښې ویل شوي دي د پاکستان په پنجاب صوبې کښې ګرمه سیاسي فضا کولای شي د هیواد د بې ثباتۍ او دغه راز په پنجاب کښې د بیلابیلو سیاسي ګوندونو د نامتو مشرانو لپاره د ګواښ سبب شي.

د پاکستان دفاع وزارت په دې خبرې سره چې ترهګر عناصر په پټه په پنجاب صوبې په تیره بیا جنوبي پنجاب او اسلام اباد کښې فعال دي وویل دغه هیواد نه یوازې له خارجي ګواښونو سره بلکې له کورنۍ بې ثباتۍ سره هم مخامخ دی او دغه دواړه له یوبل سره مرتبطه دي.