-
د افغانستان په جنګ کې د امریکابریالیتوب ناممکن ؤ
Sep 29, 2021 10:00د پاکستان لومړي وزیر وئيلي ديۍ ، نړیوال دې په افغانستان کې د امنیت او سولې د ټينګیدا لپاره په دغه هیواد کې دطالبانو ډلې له موقته حکومت سره تعامل وکړي .
-
عمران خان اشرف غني فاسد اوکمزورې وباله
Sep 29, 2021 02:43د پاکستان لومړی وزیر وویل په تیر وخت کې هغه ډلې چی د پاکستان لپاره ګواښ حسابیدلې د هندوستان او افغانستان د استخباراتی ادارو لخوا په پاکستان د حملې لپاره ملاتړ کیدلې .
-
پاکستان غواړي طالبان په اقتصادي پروژې کښې شامل شي
Sep 28, 2021 08:39په افغانستان کښې د پاکستان سفیر منصور احمد خان له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کښې ویلي دي چې اسلام اباد د چین او پاکستان په اقتصادي کوریډور سي پیک (cpec)پروژې کښې د طالبانو تر مشرۍ لاندې د حکومت د شاملیدا لپاره له دغه ډلې سره خبرې کړي دي .
-
پاکستان د کابل اسلام اباد ترمینځ له هوائي الوتونو سره موافقه وکړه
Sep 27, 2021 12:08پاکستان په دغه اقدام سره لومړنی هیواد دی چې په افغانستان کې دطالبانو واک ته له رسیدو ورسوته د دواړو هیوادونو ترمینځ دمسافري الوتونو سره ئې موافقه کړې ده .
-
عمران خان له طالبانو د نړیوالو د ملاتړ غوښتنه وکړه
Sep 25, 2021 10:57زمونږ خبریال وايي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون په تیرو شلو (۲۰)کلونو کښې په جنګ ځپلي هیواد افغانستان کښې د شوي پرمختګ د ساتلو لپاره د نړۍ له هیوادونو د طالبانو د نوي حکومت د ملاتړ او د ترهګرو لپاره په یوه(۱) امن ځای د افغانستان د بدلیدا د مخه د نیولو غوښتنه وکړه .
-
پاکستان په افغانستان کښې د ترهګرو په شتون اندیښنه وښودله
Sep 25, 2021 07:52ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په افغانستان کښې د تحریک طالبان او د داعش په شمول د ځینو ترهګرو ډلو په شتون اندیښنه څرګنده کړه .
-
نړیواله ټولنه دې طالبان په رسمیّت وپيژني
Sep 24, 2021 01:33د پاکستان خارجه وزیر یو ځل بیا له امریکا ، ائي ایم ایف او نورو هغو هیوادونو څخه چې دافغانستان شتمنۍ ئې تړلي دي ،غوښتي ، څو دغه شتمنۍ دې سملاسي آزادې کړي څو د افغانستان ولس له لوږې او بې وځلۍ وژغورل شي .
-
اروپائي اتحادیه دې دپاکستان په اړه له خپل منفي دریځه ډډه وکړي
Sep 23, 2021 09:41د پاکستان خارجه وزیر او د راوپائی اتحادئې دبهرني سیاست د کمیشن مسئول ، له افغانستانه د ډله ایزو پناه غواړو د وتلو،د اقتصادي دړې وړې کیدا او د انساني بحران دمخنیوي لپاره د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو او اروپائي اتحادئې ترمینځ د لانزدو دوو اړخیزو ملګرتیاؤ د رامینځة کونکو رودو په باب هم بحث او دنظر تبادله وکړه .
-
که پراخ بنسټه حکومت جوړ نشي افغانستان به جنګ سره مخ شي
Sep 22, 2021 11:55زمونږ خبریال وايي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان خبرداری ورکړ که چیرې طالبان د ټول شموله حکومت په جوړولو کښې ناکامه شول نو افغانستان له کورني جنګ سره مخامخ کیدلی شي .
-
د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان حالات کړکیچن وبلل
Sep 22, 2021 09:52زمونږ خبریال وايي د پاکستان لومړي وزیر په افغانستان کښې د انساني حالت د خرابیدا په اړه خبرداری ورکړ .