-
له ایران سره د اوږدمهاله اړیکو ساتل د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ ثابت رکن دی
Sep 20, 2025 02:31شفقت علي خان په اسلامآباد کې د خپلې اوونیزې خبري ناستې په ترڅ کې، د ایران او امریکا ترمینځ د تاؤتریخوالو د ختمولو لپاره د پاکستان د رول او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل امریکائي سیال سره د پرلهپسې خبرو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: تاسو ټولو د وروستیو تاؤتریخوالو په اړه(د اسرائیلو د تیریو له امله) د پاکستان دریځ لیدلی دی.
-
که ضرورت شو،نو پاکستان به خپل ایټمي ظرفیّت عربستان ته ورکړي
Sep 20, 2025 02:27د پاکستان او سعودي عربستان ترمینځ د نوي دفاعي تړون له لاسلیک وروسته، د پاکستان دفاع وزیر ویلي چې د اړتیا په بڼه کې به د دغه هیواد ایټمي ظرفیتونه ریاض ته ورکړل شي.
-
پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ګواښونو په اړه امنیت شورا ته خبرداری ورکړی
Sep 19, 2025 03:01پاکستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خبرداری ورکړی چې هغه ترهګرې ډلې چې په افغانستان کې په خوندي ځایونو کې فعالیت کوي د هیواد ملي امنیت ته ترټولو لوی ګواښ دی.
-
په پاکستان کې د ماشومانو د وژونکي صهیونیسټ رژیم څخه د برائت لویه غونډه ترسره شوه
Sep 19, 2025 01:25پارس ټوډې - په کراچۍ کې د ماشومانو د وژونکي صهیونیسټ رژیم د جرمونو د غندلو او د غزې د مظلومو خلکو په ځانګړې توګه د دې سیمې ماشومانو سره د پیوستون څرګندولو لپاره د پاکستاني ماشومانو او زده کونکو یوه لویه غونډه جوړه شوه.
-
پاکستان او سعودي عربستان «ګډ ستراتیژیک دفاعي تړون» لاسلیک کړ
Sep 18, 2025 02:28د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سعودي عربستان د سفر پر مهال د دغه هېواد له ولیعهد او لومړي وزیر شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزیز ال سعود سره لیدلي او دواړو لوریو «ګډ ستراتیژیک دفاعي تړون» لاسلیک کړی دی.
-
پاکستان د افغانستان په خاوره کې د ټي ټي پي پر پټنځایونو هوایي حملې ارزوي
Sep 16, 2025 10:39د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د بریدونو د زیاتوالي په غبرګون کې، د اسلام اباد حکومت اعلان وکړ چې په افغانستان کې د دې ډلې پر پټنځایونو د پراخو هوايي بریدونو د ترسره کولو په اړه غور کوي.
-
خلیلزاد: پاکستان باید د افغانستان په مرسته له ټي ټي پي سره خبرې وکړي
Sep 16, 2025 03:51نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان هم کولای شي په دې بهیر کې مرسته وکړي.
-
په پاکستان کې ۳۱ ترهګر ووژل شول
Sep 16, 2025 01:43پارس ټوډې - د پاکستان پوځ وویل چې د دې هیواد په شمال لویدیځ کې د امنیتي ځواکونو په روانو عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې سره تړلي ۳۱ عناصر وژل شوي دي.
-
د ټيټيپي د بریدونو زیاتوالي د پاکستان او طالبانو ترمنځ ترینګلتیا نوره هم زیاته کړې ده
Sep 15, 2025 09:47زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان رسنۍ وايي د پاکستان د امنیتي اندېښنو پر وړاندې د طالبانو بېپروايۍ او د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) لهخوا د بریدونو زیاتوالي د دواړو لورو اړیکې په وروستیو کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته راټیټې کړې دي.
-
پاکستان له افغانستانه د ترهګرو د نفوذ د مخنیوي لپاره یوه نوې سرحدي سټراټیژي غوره کړې ده
Sep 15, 2025 09:37زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان امنیتي ځواکونو له افغانستانه د ترهګرو د نفوذ د مخنیوي په موخه د خیبر او باجوړ په سیمو کې د سرحدي څارنې د سختولو لپاره یوه نوې سټراتیژي غوره کړې، چې موخه یې د وسلهوالو ډلو د اکمالاتي لارو او سرچینو بندول دي.