-
دپاکستان د انتخابانو نهایی نتیجې نن اعلان شوې
Jul 28, 2018 09:51زمونږ خبریال وایی دپاکستان دانتخاباتو کمیسیون په ټول هیواد کښې د یولسمو(۱۱) عمومی انتخاباتو(11th General Elections) له ترسره کیدا شپږپنځوس(۵۶) ساعته وروسته نن د ټاکنو فاینل نتیجې اعلان کړې .
-
عوامی نیشنل ګوند د درغلۍ پرضد اعتراض کوی
Jul 28, 2018 07:47زمونږ خبریال وایی د پاکستان دعوامی نیشنل ګوند(Awami National Party) مرکزی مشر اسفندیار والی خان ددرغلۍ په خاطر په خیبر پښتونخواه صوبې کښې د جولاۍ دمیاشتې د پینځویشتمې(۲۵) نیټې د پارلمانی انتخاباتو نتیجې رد کړې او ویې ویل زمونږ ګوند به په ټوله صوبه کښې د جولاۍ د میاشتې په دیرشمه (۳۰)نیټه سوله ایزې مظاهرې او اعتراضونه وکړی .
-
عمران خان دخارجی عسکرو په وتلو ټینګار وکړ
Jul 28, 2018 07:24تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان وویل په افغانستان کښې د امنیت د تامینیدا او د صلحې د ټینګیدا لپاره باید امریکا عسکر له دغه هیواده ووځی .
-
امریکا باید د ویټنام او دافغانستان له جنګونو درس واخلی
Jul 28, 2018 07:16ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان دمشرانو جرګې سینا پخوانی غړی سید طاهر حسین مشهدی دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سیاستونو نیوکې سره وویل په ټویټر اینټرنیټ پانې د ټرمپ څرګندونې په نړیوالو ډګرونو کښې د واشنګټن د حکومت د شرمیدا سبب شوی دی .
-
ایران د پاکستان د پارلیماني انتخاباتو د کامیابې ترسره کیدنې مبارکي وویله
Jul 28, 2018 03:09د پاکستان پارلیماني انتخابات د روانې جولایۍ په ۲۵ ترسره شول او د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند وګټل.
-
د ملګرو ملتو سرمنشي د پاکستان د پارلیماني انتخاباتو د ترسره کیدو ملاتړ وکړ
Jul 28, 2018 03:02د ملګرو ملتو سرمنشي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پاکستان د پارلیماني انتخاباتو د ترسره کیدو ملاتړ وکړ او هغه یې په دغه هیواد کښې د ثبات او ولسواکۍ لپاره یو ښه ګام وباله.
-
د اروپايي اتحادیې د پلاوي مشر د پاکستان د پارلیماني انتخاباتو سموالی تایید کړ
Jul 28, 2018 01:11د پاکستان سراسري پارلیماني انتخاباتو لپاره د اروپايي اتحادیې د څیړونکو د ورلیږل شوې ډلې مشر وویل چې په دغه هیواد کښې د انتخاباتو د ترسره کیدو طریقه د منلو وړ وه او د مفتشانو له نظره انتخابات په بشپړه سالمه توګه ترسره شول.
-
په پارلېماني انتخاباتو کښې د پاکستان د تحريک انصاف ګوند کاميابي اعلان شوه
Jul 27, 2018 10:57د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د عمران خان په مشرۍ د دغه هېواد تحريک انصاف ګوند د پارلېماني انتخاباتو کامياب ګوند اعلان کړ.
-
دپاکستان سیاسی ګوندونو د انتخاباتو نتیجې رد کړې
Jul 27, 2018 01:30زمونږ خبریال وایی د پاکستان د مسلم لیګ ګوند نوازشریف څانګې ، پیپلز ګوند او متحده مجلس عمل ائتلاف د پارلمان د انتخاباتو نتیجې چې تحریک انصاف ګوند پکښې مخکی دی رد کړې .
-
دپاکستان تحریک انصاف له ایران سره ښې اړیکې غواړی
Jul 27, 2018 00:25ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان دتحریک انصاف(Pakistan Tehreek-e-Insaf) مشر عمران خان چې د هیواد دپارلمان انتخابات یې ګټلی دی ټینګار وکړ زما ګوند د ایران داسلامی جمهوریت په شمول له ګاونډیو هیوادونو سره د ښو اړیکو د پراخولو غوښتونکی دی .