-
د نواز شریف استعفی، د پاکستان حکومت د مخالفینو غوښتنه ده
Apr 29, 2017 01:58د پاکستان د تحریک انصاف ګوند په زرګونه پلویان پرون د دغه هیواد په پلازمینې اسلام آباد کښې په غونډیدو سره، له قدرته د دغه هیواد د لومړی وزیر نواز شریف د لیرې کیدا غوښتونکی شول.
-
دپاکستان په بلوچستان کې پنځه ترهه ګرهلاک او نهه نورنیول شوی دی
Apr 28, 2017 10:26زمونږخبریال راپورراکړ دپاکستان امنیتی ځواک په یوې اعلامیې کې ویلی دی ، د دغه هیواد په بلوچستان صوبې کې ئې د ردالفساد نومی پاکونکو عملیاتو په دوام کې پنځه ترهه ګر هلاک کړی او نهه نور ئې نیولی دی او دغه راز په دغو عملیاتو کې دوه ماموران هم ټپیان شوی دی .
-
پر سوریې د حملې په خاطر په آمریکا د پاکستان نیوکه
Apr 28, 2017 13:24د پاکستان دفاع وزیر د سوریې پر بیخ بنائی او هوائی ډګر تاسیساتو د آمریکا پر وروستیو حملو په نیوکې سره وویل:اسلام آباد دغه حملې د سوریې په کورنیو چارو کښې بهرنی لاسوهنه بولی.
-
دپاکستان دمشال خان قاتل نیول شوی .
Apr 28, 2017 03:00زمونږخبریال وایی دپاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې دمردان دپولیسودمشر مرستیال ډی ایی جی () محد اسلم شینواری پرون وویل هغه ځوان چې مشال خان یې په ډزو ویشتلی وو نیول شوی اوهغه تماچه چې دې ورباندې ډزې کړی وې هم کشف شوی ده .
-
د پاکستان د قومی اسمبلۍ مشر په عمران خان نیوکه وکړه
Apr 27, 2017 14:35د پاکستان د قومی اسمبلۍ مشر د پاکستان د وزیراعظم په اړه د پانامې له کېس څخه د وروسته کېدو لپاره له هغه څخه د رشوت د وړاندیز په اړه د تحریک انصاف د ګوند د مشر عمران خان نوې ادعا رده کړه.
-
پاکستان پر ایرانی پوله ساتونکو باندی حمله وغندله
Apr 27, 2017 13:00د ایرنا د راپور په اساس، د پاکستان د خارجه وزارت ویاندوی، د دؤو هیوادونو د پولو به نږدیو کی، د ایران د اسلامی جمهوریت پر پوله ساتو باندی ترهه ګره حمله؛ چی د یو شمیر ایرانی سرحدی ځواکونو د شهادت سبب شوه؛ وغندله.
-
پاکستان په سوریه کی د دایم اوربند په ټینګیدو ټینګار وکړ
Apr 27, 2017 08:32د ترلاسه شویو راپورونو سره سم، د پاکستان د دفاع وزیر؛ د قزاقستان په آستانه کی د سوریی د سولې خبرو اترو څخه په ملاتړ کولو سره، په سوریه کی د دایم اوربند په ټینګیدو ټینګار وکړ.
-
دپاکستان طالبان عادی ژوند ته ستنیدل غواړی .
Apr 26, 2017 13:05زمونږ خبریال وایی د پاکستان نامتوخبریال رحیم الله یوسفزی وویل اوس دطالبانو ډلې غړی تنګ شوی دی او عادی ژوند ته بیرته ستنیدل غواړی .
-
پاکستان د طالبانو موضوع له افغانستان سره مطرح کوی .
Apr 26, 2017 12:42زمونږخبریال وایی د پاکستان د لومړی وزیر سلاکار سرتاج عزیز وویل دطالبانو او جماعت الاحرار وهابی ټروریسټی ډلوپخوانی ویندوی احسان الله احسان چې اصلی نوم یې لیاقت علی دی داعترافاتو په اړه غور کوو او اسلام اباد به دغه موضوع دافغانستان له حکومت سره مطرح کړی .
-
د پارا چنار شیعیان ولی په خاورو او وینو لغړول کیږی؟
Apr 26, 2017 12:09د پاکستان د کورم ایجنسۍ قبایلی سیمې په مرکز«پارا چنار» کی پرون یو ځلې بیا د ګوادر کلی د هغو شیعیانو، د یو بس موټر په لاره کی د ماین د چاودنې له کبله، چی له وړاندی د سړک په غاړه ښخ شوئ ؤ، د ۴ ؤ ماشومانو او ۵ ؤ ښځو په شمول، ۱۴ کسان وژل شوی، او د سر شمیرنی ټیم د دؤو تنو په ګډون ۸ کسان ټپیان شول.