-
په تیرو دولسو کالو کښې کابو څلویښت لکه افغان کډوال له پاکستانه ستانه شوی دی
Feb 19, 2016 13:15د پاکستان د صوبو او سرحدونو د چارو وزیر اعلان وکړ له ۲۰۰۲ کال راهیسې کابو درې میلیون او نهه لکه افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوی خو پاتې کډوال په رضاکارانه توګه ستنیدو ته غاړه نه ږدی.
-
پاکستان او افغانستان له هند او تاجکستان سره د تجارت په اړه موافقه وکړه
Feb 19, 2016 12:18د پاکستان او افغانستان حکومتونو موافقه وکړه چې واهګه سرحد او شیرخان بندر له هند او تاجکستان سره د تجارت او د شیانو د ټرانزټ لپاره وکاروی.
-
د ناپېژاندو وسله والو په برید کې ۹ پاکستانی عسکر ووژل شول
Feb 18, 2016 09:05سما ټلویزیون خبر ورکړی چې ناپېژاندو وسله والو په مهمند ایجنسۍ قبایلی سیمه کې د امنیتی ځواکونو د تلاشۍ پر دوو پوستو برید کړی، ۹ پاکستانی عسکر یې وژلی دی.
-
دپاکستان دپارلمان استازیو عربستان ته دعسکرو په استولو نیوکه وکړه .
Feb 18, 2016 01:19دپاکستان دپارلمان استازیو دسعودی عربستان په پوځی مانورې کښې د ګډون لپاره د حکومت لخوا د زر(۱۰۰۰) عسکرو په استولو نیوکه وکړه .
-
دپاکستان په شیخوپوره کې پولیسو اوه وسله وال طالبان هلاک کړل
Feb 17, 2016 08:00دپاکستان دپنجاب صوبې پولیسو راپورورکړی ، په شیخوپوره کې ئې له اطلاعاتو وروسته په یولړعملیاتو کې دوسله والو طالبانو له یوې ډلې سره په نښتې کې له هغوی اوه وسله وال طالبان وژلی اویوشمیر نورئې هم ټپیان کړی دی
-
د پاکستان پولیسو اوه ترهګر ووژل
Feb 17, 2016 02:53د پاکستان په شیخوپوره سیمه کښې په شرقپور نومی سړک له پولیسو سره په نښته کښې اوه ترهګر وژل شوی دی.
-
پاکستان دسعودی عربستان په پوځی مانورې کښې شامل شوی .
Feb 16, 2016 01:06زمونږ خبریال وایی دپاکستان او مالیزیا په شمول دکابو شلو(۲۰) هیوادونو پوځیان دسعودې عربستان په شمال کښې په حفرالباطن سیمه کښې راغونډی شوی چې په پوځی مانورې کښې ګډون وکړی .
-
د پاکستان باچا خان پوهنتون بیرته پرانستل شو
Feb 15, 2016 15:26دپاکستان په شمال لویدیځ کښې باچا خان نومې پوهنتون چې یوه میاشت مخکښې د طالب ترهګرې ډلې له خونړۍ حملې سره مخ شوی و، تر سختو امنیتی تدابیرو لاندې بیرته پرانیستل شو.
-
په پنجاب کې د پاکستانی پولیسو افسر ووژل شو
Feb 15, 2016 12:50د پاکستان راډیو خبر ورکړی چې په پنجاب صوبه کې په یوه نښته کې د پولیسو افسر وژل شوی.
-
په کابل کې دپاکستان سفیر خارجه وزارت ته احضار کړائ شو
Feb 14, 2016 13:23صدای افغان خبری آژانس راپورورکړ دافغانستان مرستیال خارجه وزیر حکمت خلیل کرزئ نن سهار په کابل کې دپاکستان سفیر سید ابرار حسین خارجه وزارت ته وروغوښت او هغه ته ئې په اسلام اباد کې دهرات ولایت دپخوانی والی سید فضل ا.... وحیدی دبرمته کیدا په باب خپله اندیښنه وسپارله