-
عرب کارپوه: د نړۍ اقتصاد د مقاومت د محور په لاس کې دی
Sep 14, 2026 07:28پارسټوډی- یو عرب کارپوه او شنونکي وویل، د ایران اسلامي جمهوریت له خوا د هرمز تنګي او د یمن د پوځ له خوا د «بابالمندب» تنګي په کنټرول سره د نړۍ اقتصاد د مقاومت د محور په لاس کې راغلی دی.
-
عراق بهرنیو ځواکونو ته هیڅ دول اړتیا نلري
Sep 13, 2026 12:47زمونږ خبریال راپور راکړی د عراق د پارلمان د امنیت او د دفاع کمیسیون غړي «جواد الساعدي» د سپتمبر د میاشتې په دیرشمه نیټه له عراق څخه د امریکا د پوځیانو په وتلو ټینګار وکړ او ویې ویل عراق نور خارجي ځواکونو ته ضرورت نلري.
-
انصارالله: په یمن کې د عملیاتو اصلي موخه د سعودي دښمن اړوند عناصرو وېستل دي
Sep 13, 2026 12:34د انصارالله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي ضیفالله الشامي، تېره شپه په خپلو څرګندونو کې ویلي، په دې هېواد کې د دوی د عملیاتو اصلي موخه د سعودي د دښمن اړوندو عناصرو ایستل دي؛ په ځانګړي ډول له هغو تېریو او جنایتونو وروسته چې دوی د یمن د خلکو پر وړاندې ترسره کړي دي.
-
تفسیر | د یمنیانو مقاومت څنګه د سعودي ستراتیژي ماته کړه؟
Sep 13, 2026 11:51پارس ټوډی– په یمن کې د وروستیو تحولاتو په لړ کې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د یمن د مسئلو حل د محاصرې د دوام او د پوځي ائتلافونو د جوړولو له لارې ممکن نه دی.
-
یمن د سعودي عربستان په پوځي اډې د توغندیو او د بې پایلوټه الوتکو برید وکړ
Sep 13, 2026 11:14پارس ټوډې- د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند «یحیی سریع» په «شروره» سیمه کښې د سعودي عربستان د یوې پوځي اډې پرضد د توغندیو او د بې پایلوټه الوتکو د ترکیبي برید خبر ورکړ.
-
د عربستان په جنوب کښې د خطر په سایرن وهل کیدا سره وارمخکی خبرداری ورکړل شو
Sep 12, 2026 05:41زمونږ خبریال راپور راکړی د سعودي عربستان په جنوب کښې د وارمخکې خطر سیسټم او د احتمالي حملې سایرن ووهل شو.
-
د سوریې په پلازمینه دمشق کښې د چاودنې غږ اوریدل شوی
Sep 12, 2026 05:25زمونږ خبریال راپور راکړی د سوریې رسمي رسمي خبري اژانس سانا وویل چې د پلازمینې دمشق په خوا کښې د الضمیر ښار په شمال لویدیځ کښې د چاودنې غږ اوریدل شوی او د دغه چاودنې د ماهیت د معلومولو لپاره غور روان دی.
-
د عراق او د عربستان خارجه وزیرانو سلامشوره وکړه
Sep 12, 2026 05:12زمونږ خبریال راپور راکړی د عراق د بهرنیو چارو وزارت نن سهار وختي وویل د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین د سعودي عربستان له خارجه وزیر فیصل بن فرحان سره په ټيلي فوني خبرو کښې د سیمې د حالت او وروستیو بدلونونو په هکله غور وکړ.
-
د سعودي د تیلو په نل لیکې باندې د عراق له خاورې د حملې په هکله د ریاض ادعا ته د بغداد غبرګون څرګند شو
Sep 12, 2026 05:02زمونږ خبریال راپور راکړی د عراق حکومت بیګا هغه برید چې د سعودي عربستان په ادعا د ریاض د تیلو د انتقال په نل لیکې باندې وشو وغاند او ټینګار یې وکړ د امنیت، ثبات یا دواړو هیوادونو د ورور ګلویزو اړیکو د خرابولو هر ډول تیری مردود دی.
-
یحیی سریع: د اته دیرشمې لیوا په شمول د دښمن د ځواکونو په اوو پوځي فرقو باند بریدونه وشول
Sep 12, 2026 04:17پارس ټوډې- د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند جنرال یحیی سریع د سعودي عربستان د ځواکونو پرضد د عملیاتو په تشریحولو سره وویل په دغو عملیاتو کښې پینځه زره څلور سوه مربع کلومیټره ځمکې ازادې شوې او د اته دیرشمې لیوا په شمول د دښمن د ځواکونو په اوو پوځي فرقو باندې بریدونو وشول او د هغو په سلګونو غړي ووژل شول، یا بندیان شول او یا ژوبل شول.