-
ملګرو ملتو د افغانستان لپاره بودجه کمه کړې
Jun 06, 2023 03:30ملګرو ملتو او انساندوستانه ارګانونو د روان ۲۰۲۳ کال لپاره له افغانستان سره د مرستې د پروګرام بودجه کمه کړې ده.
-
د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د اروپا اندېښنه
Jun 05, 2023 11:46په داسې حال کې چې طالبان هڅه کوي د افغانستان د امنیتي وضعیت او د ترهګرو بریدونو د بندېدو په اړه د ګاونډیانو په ګډون، د سیمه ایزو او نړیوالو ناستو نظرونه جلب کړي، د اروپايي ټولنې په ګډون نړیوالې ناستې لا هم په دې اړه اندېښمن دي.
-
بشري کړکېچ؛ اوچا: د اړمنو افغانانو شمېر ۵۰۰ زره نور هم زیات شوی
Jun 05, 2023 07:59په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو افغانانو په شمېر باندې پنځه لکه نور کسان هم ورزیات شوي.
-
افغانانو ته د هوسا ژوند برابرېدو ژمنه
Jun 05, 2023 07:25د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د پراختیایي پروګرام یا «یو. این. ډي. پي» نوي استازي «سټیفن روډریکوز» ویلي، هڅه کوي په افغانستان کې میلیونونه افغانانو ته هوسا ژوند برابر کړي.
-
چین: د افغانستان د روغتیا برخې اړتیاوو پوره کولو ته چمتو یو
Jun 05, 2023 06:49په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره په کتنه کې وویل، هېواد یې د افغانستان د روغتیا په برخه کې د اړتیاوو په پوره کولو کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
-
روسیې د اوکراین په پوځي هوايي ډګرونو بریدونه وکړل
Jun 05, 2023 01:18زمونږ خبریال راپور راکړی د روسیې دفاع وزارت په ماسکو باندې د اوکراین وروستیو بې پایلوټه الوتکو حملو ته په ځواب کښې د کي یف په پوځي ډګرونو باندې د روسیې د حملو خبر ورکړ.
-
اروپا د تاجیکستان او د قیرغیزستان ترمینځ شخړه ختموي
Jun 05, 2023 00:25فارس خبري اژانس راپور راکړی د اروپا د شورا مشرچارلز میشل د قیرغیزستان له ولسمشر سادیر جباراف سره په کتنه کښې له تاجیکستان سره د قیرغیزستان د سرحدي مشکلاتو د حل کولو لپاره د اروپايي اتحادیې په چمتووالي ټینګار وکړ.
-
امام خمیني رح د نړۍ، اسلامي امت او هېواد په کچه تاریخي بدلونونه رامنځته کړي
Jun 04, 2023 07:46په ایران کې د اسلامي انقلاب ستر لارښود ایت الله خامنه يي د امام خمیني رح د مړینې د ۳۴مې تلین د مراسمو پر مهال وویل، امام د هېواد، اسلامي امت او نړۍ په کچه یو بې ساری بدلون رامنځته کړی چې په راتلونکې کې به یې مثال پیدا نشي.
-
کاناډا کې د ماهيانو نیولو پر مهال ۴ ماشومان وژل شوي
Jun 04, 2023 11:02د کاناډا هېواد په کیوبیک ایالت سواحلي سیمو کې یوې ۱۱ کسیزې ډلې په سمندر کې د ماهیانو د نیولو پر مهال ډوب شوي چې له امله یې ۴ ماشومان مړه شوي، شپږ کسان ژغورل شوي او یو تن اوس هم لادرکه دی.
-
اوکراین د انډونیزیا د سولې پلان رد کړ
Jun 04, 2023 01:19فارس خبري اژانس راپور راکړی اوکراین د انډونیزیا د دفاع وزیر د سولې وړاندیزي پلان رد کړ او هغه یې د روسیې پلان ته ورته وباله.