اوکراین د انډونیزیا د سولې پلان رد کړ
فارس خبري اژانس راپور راکړی اوکراین د انډونیزیا د دفاع وزیر د سولې وړاندیزي پلان رد کړ او هغه یې د روسیې پلان ته ورته وباله.
د اوکراین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «اولګ نیکولنکو» د انډونیزیا د سولې وړاندیزي پلان رد کړ او د کي یف هغه دریځ یې چې روسیه باید له اوکراین څخه خپل عسکر وباسي تکرار کړ.
د انډونیزیا دفاع وزیر پرانو سوبیانتو د ټولې نړۍ له دفاعي او پوځي چارواکو چې په سینګاپور کښې د « شانګري لا» د خبرو اترو په دفاعي غونډې کښې یې ګډون کړی و وغوښتل د یوې بیانیې په صادرولو سره د اوکراین او د روسیې ترمینځ د جنګونو د بندیدا غوښتنه وکړي.
سوبیانتو دغه راز د اوکراین د جنګ د ختمولو لپاره یو پلان وړاندې کړ چې پکښې د غیر پوځي سیمې د جوړیدا او په لانجې وړ سیمه کښې د ملګروملتونو لخوا د ټول پوښتنې د ترسره کیدا غوښتنه شوي ده.
د اوکراین د خارجه وزارت ویاند اولګ نیکولنکو د انډونیزیا د دفاع وزیر وینا ته په غبرګون کښې ادعا وکړه د اوربند هر وړاندیز روسیې ته د بیا منظمیدا او د اوکراین په خاورې باندې د تیري د زیاتولو امکان برابروي.
دغه راز د کریملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف په پاریس کښې د اوکراین په هکله د مشرانو د غونډې د ترسره کیدا په هکله وویل سخته خبره ده چې فرانسه د یوه بې طرفه هیواد یا د داسې هیواد په توګه چې مینځګړیتوب رول ولري وبلل شي.
هغه وویل فرانسه عملا د اوکراین په جنګ کښې ګډون لري او هغه د اوکراین په څنګ کښې ولاړه ده.