د کابل د غمیزې د شهیدانو شمیر نورهم زیات شو  
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100054-د_کابل_د_غمیزې_د_شهیدانو_شمیر_نورهم_زیات_شو
 د کابل  په لویدیځ  کې د انجونو په ښونځي  دغه بوږنونکي حمله  له ډيرو داخلی او بهرنیو  غبرګونونو سره مخ شوې ده او  ډيری په دې اند دي چې د افغانستان  حکومتي ادارې او امریکائي نیواکګر  ددغه هیواد امنیت په ټينګولو کې پاتې راغلي او  افغان ولس ئې د تکفیری ترهه ګرو په رحم وکرم پریښودلی دی  او داسې کومه ورځ نشته چې  د لسګونو بې ګناه روژتیانو  وینه توي نه کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 09, 2021 07:04 Asia/Kabul
  • د کابل د غمیزې د شهیدانو شمیر نورهم زیات شو  

 د کابل  په لویدیځ  کې د انجونو په ښونځي  دغه بوږنونکي حمله  له ډيرو داخلی او بهرنیو  غبرګونونو سره مخ شوې ده او  ډيری په دې اند دي چې د افغانستان  حکومتي ادارې او امریکائي نیواکګر  ددغه هیواد امنیت په ټينګولو کې پاتې راغلي او  افغان ولس ئې د تکفیری ترهه ګرو په رحم وکرم پریښودلی دی  او داسې کومه ورځ نشته چې  د لسګونو بې ګناه روژتیانو  وینه توي نه کړي .

زمونږخبریال راپور راکړ  د افغانستان په کابل کې د یوه ښونځي مخې ته  په درو بوږنونکو  چاودنو کې  د شهیدانو شمیر ۵۵ تنو او د ټپیانو شمیر هم  یو سل پنځوسو ته رسیدلی دی .

 راپور ښئ د کابل  د روغتون مسئولانو  له خلکو غوښتي دي ،  هغو کسانو ته دې چې مرګي حاله دي ، وینه  ورکړي . 

ددغه راپور په اساس  په دغې بوږنونکي پيښې کې زیاتره مرګ ژوبلې  زده کونکو ته اوښتي دي .

 له دې مخکې د شهیدانو شمیر دیرش او د ټپيانو شمیر هم څه دپاسه یو سل دیرش ښودل شوی ؤ ، د افغانستان  حکومت ددغې پيښې  مسئولیّت پر  طالبانو ډلې وراچولی ،خو  طالبانو ډلې ددغې غمیزې په محکومولو سره وئيلي دي ،دوي دغه شان جنایتونه نه کوي او دا  داعشي جنایتکار او بهرني نیواکګر دي ، چې  د افغان ولس ئې دغه وضعیّت ته رسولی دی .

 د کابل  په لویدیځ  کې د انجونو په ښونځي  دغه بوږنونکي حمله  له ډيرو داخلی او بهرنیو  غبرګونونو سره مخ شوې ده او  ډيری په دې اند دي چې د افغانستان  حکومتي ادارې او امریکائي نیواکګر  ددغه هیواد امنیت په ټينګولو کې پاتې راغلي او  افغان ولس ئې د تکفیری ترهه ګرو په رحم وکرم پریښودلی دی  او داسې کومه ورځ نشته چې  د لسګونو بې ګناه روژتیانو  وینه توي نه کړي .

داپه داسې حال کې دي چې د پاکستان خارجه وزارت  هم دیوې اعلامیې په خپرولوسره د کابل پرونۍ بوږنونکي غمیزه په کلکه غندلې و وئیلي ئې دي ،دترهه ګرۍ په ضد په جنګ کې  د  خپلو افغان وروڼو خویندو  ترڅنګ کلک ولاړ یوو

 

Image Caption

 

Image Caption
Image Caption