افغان پوځ  په شخړو کې سلګونو طالبانو ته مرګ ژوبلې اړولي  
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100056-افغان_پوځ_په_شخړو_کې_سلګونو_طالبانو_ته_مرګ_ژوبلې_اړولي
د وسله والو طالبانو پر پټن ځایونو او مرکزونو دوه هوایی بریدونه ترسره شوي چې پکې د نوموړي پر وینا د مولوي عبدالرحمن او څو نورو مهمو سیمه ییزو قوماندانانو په ګدون څوارلس  وسله وال طالبان ووژل شول او اوه تنه نور ژوبل شوي دي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 09, 2021 07:56 Asia/Kabul

د وسله والو طالبانو پر پټن ځایونو او مرکزونو دوه هوایی بریدونه ترسره شوي چې پکې د نوموړي پر وینا د مولوي عبدالرحمن او څو نورو مهمو سیمه ییزو قوماندانانو په ګدون څوارلس  وسله وال طالبان ووژل شول او اوه تنه نور ژوبل شوي دي.

زمونږخبریال راپور راکړ  د افغانستان دفاع وزارت  دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي په تیرو شواروز کې ئې په پاکونکو عملیاتو کې دوه سوه اته اتیا وسلوال طالبان وژلي  او کابو یوسل څلویښت نور ئې هم ټپیان کړي دي . په د غې  اعلامیې کې راغلي دي ، دغه عملیات په غزني ،ننګرهار ،لغمان ،وردک ،لوګر ،کندهار ،ارزګان ،زابل وهرات،فراه جوزجان ،هلمند اوبغلان کې شوي  او دغه راز ئې د طالبانو زیات شمیر وسلې او تجهیزات هم تباه کړي دي .

 همداراز د ننګرهار د والي ویاند عطا ا... خوږیاڼي  هم وئيلي دي ، تیر ماښام د دې ولایت د شیرزادو په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر پټن ځایونو او مرکزونو دوه هوایی بریدونه ترسره شوي چې پکې د نوموړي پر وینا د مولوي عبدالرحمن او څو نورو مهمو سیمه ییزو قوماندانانو په ګدون څوارلس  وسله وال طالبان ووژل شول او اوه تنه نور ژوبل شوي دي.

د والي ویاند وویل په وژل شویو کې بهرني وګړي هم شامل دي خو هغه یی د اړوند هیواد نوم وانخیست . تر ډیره دولتي چارواکي د بهرنیو وګړو کلیمه د پاکستانيانو لپاره کاروي چې د دوې پر وینا د طالبانو په لیکو کې د امنیتي ځواکونو پر خلاف جنګیږي ، د والي ویاند وویل په دغو بریدونوکې ملکي وګړو ته زیان نه دی رسیدلی وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي .