د افغانستان د پارلمان استازیو په حکومت نیوکه وکړه
May 09, 2021 23:53 Asia/Kabul
شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان د پارلمان استازیو د داخلي امنیت په تامینولو کښې د ناتوانۍ په خاطر د کابل په حکومت نیوکه وکړه .
د افغانستان د پارلمان ځینو استازیو په کابل کښې په ترهګرې حملې کښې د زده کونکو د وژلې په غندلو سره دغه اقدام د بشریت پرضد جنایت وباله .
د افغانستان د پارلمان استازیو دغه راز د هیواد امنیت د تامینولو لپاره د حکومت او د چارواکو په ناتوانۍ او ناکامۍ باندې نیوکې سره د کابل د جنایت د عاملانو د پیژندلو او د نیولو غوښتنه وکړه .
د افغانستان د پارلمان استازیو وویل د دا ډول ورانکارو اقداماتو تکراریدل په حکومت باندې د خلکو د کاملې بې اعتمادۍ سبب کیږي .
ټیګونه