د افغانستان د پارلمان استازیو په حکومت نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100096-د_افغانستان_د_پارلمان_استازیو_په_حکومت_نیوکه_وکړه
شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان د پارلمان استازیو د داخلي امنیت په تامینولو کښې د ناتوانۍ په خاطر د کابل په حکومت نیوکه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 09, 2021 23:53 Asia/Kabul
  • د افغانستان د پارلمان استازیو په حکومت نیوکه وکړه

شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان د پارلمان استازیو د داخلي امنیت په تامینولو کښې د ناتوانۍ په خاطر د کابل په حکومت نیوکه وکړه .

د افغانستان د پارلمان ځینو استازیو په کابل کښې په ترهګرې حملې کښې د زده کونکو د وژلې په غندلو سره دغه اقدام د بشریت پرضد جنایت وباله .

د افغانستان د پارلمان استازیو دغه راز د هیواد امنیت د تامینولو لپاره د حکومت او د  چارواکو په ناتوانۍ او ناکامۍ باندې نیوکې سره د کابل د جنایت د عاملانو د پیژندلو او د نیولو غوښتنه وکړه .

د افغانستان د پارلمان استازیو وویل د دا ډول ورانکارو اقداماتو تکراریدل په حکومت باندې د خلکو د کاملې بې اعتمادۍ سبب کیږي .