په ارزوګان اوپروان کې هم چاودنو دلسګونوکسانو وینه بهولي
طالبانو ډلې د یوې خبرتیا په خپرولو سره دغه شان کارونه دنیواکګرو او دهغوي دپيّلو داعشي جنایتکارو کار بللی دی ،حال دا چې د ښونځي په وړاندې د غمیزې پړه حکومتي ادارو پر طالبانو اچولې ده .
زمونږخبریال راپور راکړ دافغانستان په زابل ولایت کې په یوه بس کې په بم چاودنې کې شپاړس کسان وژل شوي او کابو ۲۳نور هم ټپیان شوي دي .
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په خبرتیا کې راغلي دي ، نن سهار په پروان ولایت کې هم په یوه بس کې په بلې بم چاودنې کې دوه کسان وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي .
داپه داسې حال کې دي چې تیره شنبې ورځې هم د کابل په لویدیځ کې د انجونو د یوه ښونځي په وړاندې په درو بم چاودنو کې کابو اویا زده کونکي او عام کسان وژل شوي او څه دپاسه یو سل پنځوس نور ټپيان شوي وو .
د خبر ترمخابیره کیدا پورې ددغو جنایتونو پړه چا په غاړه نه ده اخستې البته طالبانو ډلې د یوې خبرتیا په خپرولو سره دغه شان کارونه دنیواکګرو او دهغوي دپيّلو داعشي جنایتکارو کار بللی دی ،حال دا چې د ښونځي په وړاندې د غمیزې پړه حکومتي ادارو پر طالبانو اچولې ده .