د طالبانو د جلا شوي ډلې غړی کابل ته انتقال شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100320-د_طالبانو_د_جلا_شوي_ډلې_غړی_کابل_ته_انتقال_شوی
تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی د طالبانو د جلا شوي څانګې د سیاسي چارو مرستیال عبدالمنان نیازي د درملنې لپاره له هرات څخه کابل ته انتقال شو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 14, 2021 23:23 Asia/Kabul
  • د طالبانو د جلا شوي ډلې غړی کابل ته انتقال شوی

تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی د طالبانو د جلا شوي څانګې د سیاسي چارو مرستیال عبدالمنان نیازي د درملنې لپاره له هرات څخه کابل ته انتقال شو .

د افغانستان د هرات د روغتون ډاکټر عارف جلالي وویل د طالبانو د جلا شوي څانګې د سیاسي چارو مرستیال عبدالمنان نیازي چې څه موده مخکې په هرات ښار کښې د ناڅرګندو وسله والو کسانو په برید کښې ژوبل شوی و  اوس د درملنې لپاره کابل ته وړل شوی دی .

که څه هم تراوسه کومې ډلې په رسمي ډول په عبدالمنان نیازي باندې د حملې مسولیت پرغاړه نه دی اخیستی خو ځینې راپورونه وايي چې ملانیازي د ملا هیبت الله اخوند زاده په مشرۍ د طالبانو له غړیو سره نښته کړي وه او هغه په ځلونو د دغه ډلې پرضد خبرې کړې وې .

ویل کیږې چې په عبدالمنان نیازي باندې څه موده مخکې حمله شوي وه چې له کبله یې هغه ژوبل شوی و  او ورسره درې (۳)نور کسان مړه او دوه(۲) ساتونکي یې هم ژوبل شوي وو .