ّپه لغمان  او ننګرهارولایتونو کې  وسلوالو مخالفانو ته یولړمرګ ژوبلې اوښتي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100418-ّپه_لغمان_او_ننګرهارولایتونو_کې_وسلوالو_مخالفانو_ته_یولړمرګ_ژوبلې_اوښتي
په همداوروستیو اونیو کې د افغانستان په مختلفو سیمو کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمینځ په داسې وخت کې یوځل بیا اخ و ډب په زیاتیدا دی چې افغانانو تمه درلوده دطالبانو له خوا ټینګ شوی اور بند وغزیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 17, 2021 11:11 Asia/Kabul

په همداوروستیو اونیو کې د افغانستان په مختلفو سیمو کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمینځ په داسې وخت کې یوځل بیا اخ و ډب په زیاتیدا دی چې افغانانو تمه درلوده دطالبانو له خوا ټینګ شوی اور بند وغزیږي .

زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ ، د افغانستان د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ ولسوال خیرا... خیرخوا خبري رسنیو ته ویلي چې ددې ولسوالۍ امنیې قوماندان عبدالظاهر اتل پرون ناوخته په یوه وسله واله نښتې کې   وژل شوی.  نوموړي ویلي چې له هغه سره د هغه یو ساتونکی هم وژل شوی او دوه نور  پولیس ټپیان شویدي. دلغمان ولایتي ادارې او وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.دلغمان ولایت ددولت شاه ولسوالۍ امنیه قوماندان دافغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانوتر منځ د کوچني اختر په مناسبت ددرې ورځني اوربند له پای ته رسیدو څو ساعته وروسته وژل کیږي. بل پلوه د لغمان په څنګلوري ولایت ننګرهار کې ویل کیږي چې تیره شپه ناوخته ناڅرګندو وسله والو د دې ولایت دسره رود ولسوالۍ د سیاسنګ په سیمه کې د پولیسو پر یوه امنیتي پوسته ډله ییز برید کړی چې پکې درې تنه پولیس وژل شویدي . د ننګرهار ولایتي ادارې په دې اړه څه نه دي ویلي او تر اوسه ددې برید پړه هم چا پر غاړه نده اخیستې. . دسیاسنګ سیمه دجلال اباد ښار د سهیل لویدیز په څو کیلومترۍ کې پرته ده . دافغانستان دملي دفاع وزارت په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې ویلي چې له طالبانوسره ددرې ورځني اوربند په پای ته رسیدو سره په اتلسو ولایتونوکې بیا جګړې پېل او زوریې اخیستی دی