د افغانستان اخوت اسلامی شورا په غزې داسراییلو حمله وغندله
May 18, 2021 11:18 Asia/Kabul
د اسراییلو غاصب او انسان وژونکی رژیم یوځل بیا خپله زوروینه ، قانون ماتونه او سخت زړی نندارې ته وړاندې کړه
د ایرنا له راپور سره سم د افغانستان اخوت اسلامی شورانن د یوې خبرتیا په صادرولو سره وویل د اسراییلو غاصب او انسان وژونکی رژیم یوځل بیا خپله زوروینه ، قانون ماتونه او سخت زړی نندارې ته وړاندې کړه .
دغې شورا د نړیوالو سازمانونو او بشری حقوقو مدعی ادارو غوښتی دی د صیهونیسټ رژیم د بشری ضد جنایتونو په وړاندې غلی پاتی نشی .
په غزې د صیهونیسټ رژیم په نویو حملو کې چی له پرونه بیل شوی دی او تراوسه هم دوام لري د ۶۰ ماشومانو په شمول لږ تر لږه ۲۲۰ فلسطینان شهیدان او څه د پاسه ۵۶۰۰ هم ژوبل شوی دي .
ټیګونه