د افغانستان اخوت اسلامی شورا په غزې داسراییلو حمله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100476-د_افغانستان_اخوت_اسلامی_شورا_په_غزې_داسراییلو_حمله_وغندله
د اسراییلو غاصب او انسان وژونکی رژیم یوځل بیا خپله زوروینه ، قانون ماتونه او سخت زړی نندارې ته وړاندې کړه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 18, 2021 11:18 Asia/Kabul
  • د افغانستان اخوت اسلامی شورا په غزې داسراییلو حمله وغندله

د اسراییلو غاصب او انسان وژونکی رژیم یوځل بیا خپله زوروینه ، قانون ماتونه او سخت زړی نندارې ته وړاندې کړه

د ایرنا له راپور سره سم د افغانستان اخوت اسلامی شورانن د یوې خبرتیا په صادرولو سره وویل د اسراییلو غاصب او انسان وژونکی رژیم یوځل بیا خپله زوروینه ، قانون ماتونه او سخت زړی نندارې ته وړاندې کړه .

دغې شورا د نړیوالو سازمانونو او بشری حقوقو مدعی ادارو غوښتی دی د صیهونیسټ رژیم د بشری ضد جنایتونو په وړاندې غلی  پاتی نشی .

په غزې د صیهونیسټ رژیم په نویو حملو کې چی له پرونه بیل شوی دی او تراوسه هم دوام لري د ۶۰ ماشومانو په شمول لږ تر لږه ۲۲۰ فلسطینان شهیدان او څه د پاسه ۵۶۰۰ هم ژوبل شوی دي .