له افغانستانه بهرنیان ووتل نو نوره دلته جګړه ناروا ده
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت ویندوي فضل محمد حسیني د دغې ناستې د جوړېدو د موخې په باب رسینیو ته وئيلی دي ، په دې غونډه کې پتیّل شوې چې دینی عاملان د دیني ارشاداتو او قرانکریم او سنتو په اساس دا ډول ستونزې څرنګه حل کولی شي ، دوي ټينګار کړی ، له افغانستانه بهرنیان ووتل اونوره په دغه هېواد کې د جګړو لپاره پلمه نهشته."
زمونږخبریال راپور راکړ د افغانستان د سولې لپاره د اسلامي او عربي هېوادونو ترمینځ د ویبینار له لارې دافغانستان د اوقافو د وزارت په کوربتو سره ګډه ناسته وشوه.
په دغې ناستې کې چې په کابل کې د ترکیې، اردن، فلسطین، مصر، لبنان او عراق د استازو، د افغانستان حج او اوقافو وزارت او علماؤ د شورا په ګډون په ویبینار له لارې شوي ، یو ځل بیا د افغانستان جګړه ناروا بلل شوې او د افغان جګړې پر زر ختمېدو ټینګار شوی.
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت ویندوي فضل محمد حسیني د دغې ناستې د جوړېدو د موخې په باب رسینیو ته وئيلی دي ، په دې غونډه کې پتیّل شوې چې دینی عاملان د دیني ارشاداتو او قرانکریم او سنتو په اساس دا ډول ستونزې څرنګه حل کولی شي ، دوي ټينګار کړی ، له افغانستانه بهرنیان ووتل اونوره په دغه هېواد کې د جګړو لپاره پلمه نهشته."
دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې له دې وړاندې بیا په سیاسي چارو کې د افغانستان د ولسمشر سلاکار محمد اکرم خپلواک هم وئيلی دي ،اشرف غني د هغه وړاندیز هرکلی کړی چې له مخې ئې دیني عالمان او قومي مشران طالبانو ته جرګه کېږي او ترې د سولې په اړه د ارادې او وضاحت غوښتنه کوي.