له افغانستانه بهرنیان ووتل نو نوره دلته جګړه ناروا ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100526-له_افغانستانه_بهرنیان_ووتل_نو_نوره_دلته_جګړه_ناروا_ده
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت ویندوي  فضل محمد حسیني د دغې ناستې د جوړېدو د موخې په باب رسینیو ته وئيلی دي ، په دې غونډه کې پتیّل شوې چې دینی عاملان  د دیني ارشاداتو او قرانکریم او سنتو په اساس دا ‌‌‌‌‌‌ډول ستونزې څرنګه حل  کولی شي ، دوي ټينګار کړی ، له افغانستانه بهرنیان ووتل اونوره  په دغه هېواد کې د جګړو لپاره پلمه نه‌شته."
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 20, 2021 00:12 Asia/Kabul
  •  له افغانستانه بهرنیان ووتل نو نوره دلته جګړه ناروا ده

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت ویندوي  فضل محمد حسیني د دغې ناستې د جوړېدو د موخې په باب رسینیو ته وئيلی دي ، په دې غونډه کې پتیّل شوې چې دینی عاملان  د دیني ارشاداتو او قرانکریم او سنتو په اساس دا ‌‌‌‌‌‌ډول ستونزې څرنګه حل  کولی شي ، دوي ټينګار کړی ، له افغانستانه بهرنیان ووتل اونوره  په دغه هېواد کې د جګړو لپاره پلمه نه‌شته."

 زمونږخبریال راپور راکړ  د افغانستان د سولې لپاره د اسلامي او عربي هېوادونو ترمینځ  د ویبینار له لارې  دافغانستان د اوقافو د وزارت  په کوربتو سره ګډه ناسته وشوه.

په دغې ناستې کې  چې په کابل کې د ترکیې، اردن، فلسطین، مصر، لبنان او عراق د استازو، د افغانستان حج او اوقافو وزارت او علماؤ د  شورا په ګډون په ویبینار له لارې شوي ، یو ځل بیا د افغانستان جګړه ناروا  بلل شوې او د افغان جګړې پر زر ختمېدو ټینګار شوی.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت ویندوي  فضل محمد حسیني د دغې ناستې د جوړېدو د موخې په باب رسینیو ته وئيلی دي ، په دې غونډه کې پتیّل شوې چې دینی عاملان  د دیني ارشاداتو او قرانکریم او سنتو په اساس دا ‌‌‌‌‌‌ډول ستونزې څرنګه حل  کولی شي ، دوي ټينګار کړی ، له افغانستانه بهرنیان ووتل اونوره  په دغه هېواد کې د جګړو لپاره پلمه نه‌شته."

دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې له دې وړاندې بیا په سیاسي چارو کې د افغانستان د ولسمشر سلاکار محمد اکرم خپلواک  هم وئيلی دي ،اشرف غني د هغه وړاندیز هرکلی کړی چې له مخې ئې دیني عالمان او قومي مشران طالبانو ته جرګه کېږي او ترې د سولې په اړه د ارادې او وضاحت غوښتنه کوي.