د افغانستان ولس د اسلامی انقلاب د معظم لارښود دهمدردۍ قدردان دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100532-د_افغانستان_ولس_د_اسلامی_انقلاب_د_معظم_لارښود_دهمدردۍ_قدردان_دی
 د اسلامی انقلاب  معظم لارښود حضرت آيت ا... العظمي سید علی خامنه اي  دکابل  د سیدالشهداء  دښونځي په وړاندې دبوږنونکي  ترهه  ګرې حملې په محکوملو سره  وئيلي ، د خداي لعنت وي پر هغو  جنایتکارو چې  د افغانستان مظلومې غوټئ  ئې پاڼې پاڼې کړي دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 20, 2021 00:41 Asia/Kabul
  • د افغانستان ولس د اسلامی انقلاب د معظم لارښود دهمدردۍ قدردان دی

 د اسلامی انقلاب  معظم لارښود حضرت آيت ا... العظمي سید علی خامنه اي  دکابل  د سیدالشهداء  دښونځي په وړاندې دبوږنونکي  ترهه  ګرې حملې په محکوملو سره  وئيلي ، د خداي لعنت وي پر هغو  جنایتکارو چې  د افغانستان مظلومې غوټئ  ئې پاڼې پاڼې کړي دي .

زمونږخبریال له کابله راپور راکړ ،  د افغانستان د کابل سید الشهداء  ښونځي د  بوږنونکي پيښې د شهیدانو  کورنیو او ښاریزو  له دوي سره د  اسلامی انقلاب د معظم لارښود د همدردرۍ د پیغام قدرونه اوستاینه کړې ده .

د کابل  دځاي شورا استازي او وکیل محمد یوسف ناصری ، وئيلي دي ، د افغانستان  ولس  د افغانستان له خلکو او د شهیدانو له کورنیو سره  د ایران د اسلامی انقلاب د ستر لارښود  د خواخوږۍ  په پيغام او ډډګیرنې قدرداني کوي .

 په عین حال کې د افغانستان ولس   همدرااز د  ایران دریډیو اوټيلیویژنی  ادراې  له خوا  دکابل د سید الشهداء  دښونځي  د غمیزې او دغه راز د نورو پيښو په اړه په موقعې د پيښې  په مناسبت    دخبري پوښښ  هم ستاینه کړې ده .

 د اسلامی انقلاب  معظم لارښود حضرت آيت ا... العظمي سید علی خامنه اي  دکابل  د سیدالشهداء  دښونځي په وړاندې دبوږنونکي  ترهه  ګرې حملې په محکوملو سره  وئيلي ، د خداي لعنت وي پر هغو  جنایتکارو چې  د افغانستان مظلومې غوټئ  ئې پاڼې پاڼې کړي دي .

دوه اونۍ مخکې  د افغانستان په کابل کې د سید الشهداء انجونو  ښونځي په وړاندې په بوږنونکو ترهه ګرو پيښو کې  کابو نوي کسان شهیدان او کابو دوه نیم سوه نور ټپيان شوي وو چې زیاتره پکې زده کونکې وې .

Image Caption