افغان ولسمشر:
طالبان لاهم صلحې او د مېرمنو حقونو ته ژمن نه دي
د افغانستان ولسمشر ویلي، افغان حکومت صلحې ته ژمن دی او هغه ورته لومړیتوب لري.
محمد اشرف غني زیاته کړه، که طالبان له نظامي لارې واک ته د رسېدو هڅه وکړي، د افغانستان د خلکو او افغان سرتېرو له جدي مقاومت سره به مخ شي.
ده په طالبانو تور پورې کړ چې په بریدونو کې ملکي وګړي وژني او د مېرمنو حقونو ته لاهم ژمن نه دي.
جمهور رییس زیاته کړې، افغان سرتېري دا وړتیا لري چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د هېواد امنیت خوندي کړي، خو په ورته وخت کې یې په دې برخه کې په نړیوالو مالي ملاتړونو ټینګار کړی.
هغه یوځل بیا د افغان سولې په برخه کې د پاکستان رول مهم بللی او څرګنده کړې یې ده چې امریکا هم د مذاکراتو مېز ته د طالبانو په حاضرولو کې پیاوړی رول لري.
ټاکل شوې چې د سپټمبر تر ۱۱مې ټول بهرني سرتېري له افغانستان څخه ووځي او واک افغان سرتېرو ته وسپاري چې افغان حکومت سياسي او مذهبي مشرانو او خلقو په دې خبره د اطمينان په څرګندولو سره په ځلونو ویلي دي چې افغان ځواکونه د هېواد د امنيت ساتلو صلاحيت لري او بهرنيو ځواکونو ته هيڅ اړتيا نه لري ځکه چې بهرنيو ځواکونو په افغانستان کښې د ناامنۍ ، ترهه ګرۍ او د نشه ايزو مواد د توليد او قاچاق له زياتېدو نه بل څه ډالۍ نه ده لرلې.