له بهرنیو عسکرو پرته هم د افغانستان امنیت تامینولی شو 
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100614-له_بهرنیو_عسکرو_پرته_هم_د_افغانستان_امنیت_تامینولی_شو
د افغانستان ولسمشر اشرف غني  او د ملی مصالحې دلوړې شورا مشر عبدا... عبدا.... دبهرنیو عسکرو له پوځي شتون پرته  ددغه هیواد  دامنیت  دټينګیدا په ضرورت ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 22, 2021 00:20 Asia/Kabul
  • له بهرنیو عسکرو پرته هم د افغانستان امنیت تامینولی شو 

د افغانستان ولسمشر اشرف غني  او د ملی مصالحې دلوړې شورا مشر عبدا... عبدا.... دبهرنیو عسکرو له پوځي شتون پرته  ددغه هیواد  دامنیت  دټينګیدا په ضرورت ټینګار وکړ .

 تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی ،  د افغانستان ولسمشر اشرف غني  او د ملی مصالحې دلوړې شورا مشر عبدا... عبدا.... دبهرنیو عسکرو له پوځي شتون پرته  ددغه هیواد  دامنیت  دټينګیدا په ضرورت ټینګار وکړ .

 اشرف غني پرون ناوخته  له افغانستانه د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته دترهه ګرۍ دګواښونو په باب په یولړ څرګندونو کې وئیلي دي ،د افغانسان  پوځي اوامنیتی ځواک  له دغو ګواښونو سره  دمقابللې کلک هوډ او ظرفیّت لري .

 اشرف  غني زیاته کړې ، د غه ځواکونه له بهرنیو عسکرو پرته  هم  دخپل هیواد امنیت او ثبات د تامینولو وړتیا لري .

 د افغانستان ولسمشر دخپلو څرګندونو په بلې برخې کې  دې ته په اشارې سره چې   طالبانو ډلې تر دې دمه  په خبرواترو کې  کوم امتیاز نه دی ورکړی ،وئیلي د  د افغانستان  حکومت او ولس  دسولې د ټينګیدا  غوښتونکي دي .

هغه د طالبانو په لاس د افغانستان  د بیانیولو د احتمال  په باب هم وئيلی دي ، ددغه هیواد د حکومت لومړیتوب سوله ده  او که دغه ډله  دقدرت پر تاؤتریخجن نیولو ټينګار کوي ، نو دوي به نه یوازې د افغانستان  امنیتی اودفاعي ځواک ،بلکې  د افغانستان  د   ولس له مخالفت سره هم مخامخ شي .

 د افغانستان د  ملی مصالحې لوړې شورا مشر عبدا...  عبدا...  هم په یولړ څرګندونو کې  ددغه هیواد دامنیت په ټينګولو  کې د افغان ملی اردو او امنیتی ځواک د کلک هوډ خبره کړې او  وئیلی ئې دي ، اوس  له افغانستانه د بهرنیو عسکرو  دوتلو دبهیر په پيلیدا سره  د جنګ د دوام لپاره له طالبانوډلې سره  اصلي  پلمه هم ختمه شوې ده  او دوي چې په زور سره د افغانستان   دنیولوتکل کوي دا هیڅ امکان نه لري او باید سولې ته دې غاړه کیږدي .