په افغانستان کې نور دوه نوي طالب جګړه مار وژل شوي دي
دغه اخ و ډب او د وینې بهیدا په داسې حال کې ده چې دټاکل شوې وه، په افغانستان کې د جنګ جګړو او د دتاؤتریخوالو دختمولو لپاره د کابل دحکومت او طالبانو ډلې ترمینځ دروغې جوړې دخبرواترو نوی پړاؤ داپریل په ۲۴ نیټه دترکیې په استانبول کې ترسره شي ، چې څو ځله دغه کیدونکي خبرې ځنډیدلي دي البته ، دځنډيدا دلیل ئې هم د طالبانو نه ګډون اعلان شوی او اوس ئې هم ترسره کیدا دشکونو په شپول کې ده
زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان دفاع وزارت پرون دیوې اعلامیې په خبرولو سره وئیلی دي، په میدان وردک ،لوګر ،زابل ، هرات ،فراه ،فاریاب ،جوزجان هملند بغلان ، تخار او کابل ولایتونو کې په پاکونکو عملیاتو کې څه دپاسه نوي وسلوال طالبان وژل شوي او دغه راز په لسګونو نور هم ټپیان او ځينی نیول شوي دي .
همداراز د دوي یو شمیر ستر پوځي تجهیزات او وسایل هم تباه کړائ شوي دي .
له دې سره په یووخت دبدخشان ولایتی شورا یوه مسئول مقام عبدا.. ناجی نظري هم پرون وئیلي دي ،د طالبانو په یوې حملې کې د له افغان حکومت سره اړونده د ولسی پاڅون شپږ غړي سره د یوه قوماندان ددغه ولایت د دریمې ولسوالۍ په نوآباد کلي کې وژل شوي دي . په دغې حملې کې چې د پاڅون کونکو له سخت غبرګون سره یو ځاي وه ، لس وسلوال طالبان هم وژل شوي او له دغې سیمې په شاتنبول شوي دي