په زابل کې پرطالبانو د امریکایانوپه بمباریوکې مرګ ژوبلې اوښتي دي
د امریکا دغه هوائي حملې په داسې حال کې دی چې د افغانستان د جنګ او وینې بهونکي اصلی لوبغاړې ، د۱۳۹۸لمریز کال په کب میاشتې کې په قطر کې له طالبانو ډلې سره دهوکړې له لاسلیک کولو وروسته ژمنه کړې وه چې د طالبانوډلې پر مورچلو به له حملو ډډه کوي .
زمونږخبریال د شفقنا خبری اژانس له قوله راپور راکړ ، خبرو سرچینو وئیلی دي ، په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د افغانستان په مختلفو سیمو کې د جنګ د لمبو په زیاتیدا سره د امریکا جنګي الوتکو په کرتو د زابل ولایت په شهرصفا ولسوالۍ کې د طالبانو پر موچلو بمبارۍ کړي دي .
د افغانستان یوه خبریال بلال سروري دامنیتی سرچینو له قوله وئیلی دي ، په دغو بمباریو کې لږرترلږه یولس وسلوال طالبان وژل شوي دي .
د امریکا دغه هوائي حملې په داسې حال کې دی چې د افغانستان د جنګ او وینې بهونکي اصلی لوبغاړې ، د۱۳۹۸لمریز کال په کب میاشتې کې په قطر کې له طالبانو ډلې سره دهوکړې له لاسلیک کولو وروسته ژمنه کړې وه چې د طالبانوډلې پر مورچلو به له حملو ډډه کوي . طالبان البته تل دغه حملې دقطر د موافقې له منلو ډډه کول ګڼي او ددغو حملو په وړاندې ئې دعکس العمل ګواښونه کړي دي .